پاپ فرانسس ته د اسلامي انقلاب د معظم لارښود پیغام
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ ته د اسلامي انقلاب د معظم لارښود شفاهی پیغام په بیلا بیلو نړیوالو مساییلو کې د پاپ وړاندیني دریځونو ته په پام سره معنا پیدا کوی .
د ایران د علمیه حوزو مدیر آیت ا... علیرضا اعرافي په واټیکان کښې د کاتولیک عیسایانو له مشر (پاپ) سره په کتنه کښې هغه ته د اسلامي انقلاب د معظم لارښود زباني پیغام ورسوه
آیت ا... علیرضا اعرافي په دغه کتنه کښې وویل له دې وروسته چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر زما له سفره خبر شو، تاسو ته یې سلام راولیږه او ستاسو مخینه او له لاتیني امریکا سره یې ستاسو ارتباط وستایه او د ځینو هغو دریځونو قدرونه یې وکړه چې تاسو د اسلام او عیسائیت ترمینځ د اړیکو په برابرولو کښې غوره کړې دي او ټینګار یې وکړ، مونږ په تمه یو چې تاسو هم داشان د نړۍ له مظلومانو په تیره بیا د فلسطین او یمن د خلکو د دفاع په لړ کښې کوشش وکړئ او روښانه او راڼه دریځونه ولرئ.
هغه له پاپ سره په کتنه کښې زیاته کړه د اسلامي انقلاب معظم رهبر هیله لري چې د فلسطین له خلکو په دفاع او د فلسطینیانو او د دغه ټاټوبي د ټولو دینونو د منونکو په شمول یې د اصلي اوسیدونکو ترمینځ د انتخاباتو او رایو له مخې په فلسطین باندې واکمن نظام جوړ شي. په دغه کتنه کښې پاپ هم وویل: د اسلامي انقلاب معظم رهبر او د ایران دیني مراجع او مشرانو ته زما سلام ورسوئ او د اسلامي انقلاب د رهبر دا خبرې مونږ هم منو.
په دغه کتنه کې همداراز ایت ا... اعرافي د کاتولیک کلیسا په شمول د نړیوالې دینی او علمي اورګانونو سره د تعامل لپاره د علمیه حوزو د چمتووالي په اعلانولو سره وویل په خدای باورۍ او الهی معرفت کې لړزیدل ، د معنویت کمیدا او په غیبو د اړوندوالي کمیدا ، د کورنۍ د ارکانو کمزوری کیدا او د میرمنې د لوړ ځای او رول ، بایکاټونو ، د ملتونو پرضد د ظالمانه دباونو ، بې وزلۍ او لوږه ، جنګ غوښتنه ، نیواک ، نړیوال منظم ظلم و ستم ، د ژواک چاپیریال خرابول ، او د اقتصادي قدرتونو له لوری هغه ته بې پامی او د افراط پالنې وده د نوی اوسنی وخت له سترو کوکیچونو او چیلنجونو دي چی د الهی دینونو له اغیزمن رول لوبولو پرته په هغو غلبه نشی کیدلې .
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ ته د اسلامي انقلاب د معظم لارښود شفاهی پیغام په بیلا بیلو نړیوالو مساییلو کې د پاپ وړاندیني دریځونو ته په پام سره معنا پیدا کوی . پاپ په ځلونو د سیمه ایزو او نړیوالو کړکیچونو د اواري او نړیوالو لانجونو ته د سترو قدرتونو د پام غوښتنه کړی ده .
په عین حال کې د نړۍ د کاتولیکانو د مشر په توګه د پاپ دینی اړخ چی د پام وړ نفوس پکې شاملیږي ، په پراخو اړخونو کې د هغه د کلام نفوذ سبب شوی دی .
د فلسطین د مسلې او د صیهونیسټ رژیم د جنایتکارانه اقداماتو د غندلو په اړه د پاپ دریځونه د مهمو نړیوالو مساییلو په اړه د هغه په لوړو دریځونو کې شامل دي . پاپ فرانسس د ۲۰۱۸ میلادی کال په می میاشت کې په نیواکي ټاټوبیواو غزه کې دکابو ۶۰ فلسطینانو وژله وغندله او ویې ویل دغه وژله یوازې تاوتریخوالي زیاتوي او لورو ترمینځ یې د خبرو اترو او لویدیځې اسیا ته د سولې او عدالت د ستنولو غوښتنه وکړه .
همداراز پاپ د ۲۰۲۱ کال په می میاشت کې د غزې تړانګې پرضد د صیهونیسټ رژیم په څاروی ډوله حملې پسې په یو لړ خبرو کې د ماشومانو په شمول د ګڼ شمیربیګناه انسانانو وژله وحشتناکه اود نه منلو وړ او د راتلونکی د جوړولو په ځای د هغه د تباه کولو نښه وبلله او زیاته یې کړه زه نه پوهیږم چی کرکه او کینه به تر کومه روانه وی .
د نړي له مظلومانو په تیره بیا فلسطین او یمن په دفاع کې د پاپ فرانسس د دریځونو د دوام په ضرورت د رهبرۍ د ستر مقام ټینګار په دې زمینه کې د هغه کړچار ته په پام سره ترسره شوې دې .