په رفسنجان کښې افغانستاني ماشومانو د (سلام فرمانده) ترانه وویله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116742-په_رفسنجان_کښې_افغانستاني_ماشومانو_د_(سلام_فرمانده)_ترانه_وویله
افغانستاني ماشومانو د ایران د سویلي ولایت کرمان په رفسنجان ولسوالۍ کښې د (سلام فرمانده) ترانه په ګډه ولوستله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2022 08:48 Asia/Kabul
  • په رفسنجان کښې افغانستاني ماشومانو د (سلام فرمانده) ترانه وویله

افغانستاني ماشومانو د ایران د سویلي ولایت کرمان په رفسنجان ولسوالۍ کښې د (سلام فرمانده) ترانه په ګډه ولوستله

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د جمکران په سپيڅلي جومات کښې د افغانستاني ماشومانو له زوږناکې غونډې وروسته په کرمان کښې استوګنو افغانستاني ماشومانو هم د رفسنجان ولسوالۍ په مهمانشهر کښې د فاطمیونو د سرلوړي لښکر د بیرغونو په اوچتولو سره د (سلام فرمانده) سرود ووایه.

د سلام فرمانده تر عنوان لاندې دغه ترانه د عالمِ بشریت له ژغرونکي امام زمان علیه السلام سره د مینې او ارادت څرګندونه ده چې نن سبا د ټول ایران د ماشومانو او ځلمیانو په ژبو جاري شوې او په مختلفو ژبو هم ژباړل شوې ده.

دغه ترانه حتی په پاکستان، د هند تر کنټرول لاندې کشمیر او لبنان کښې هم په زوږناکه توګه ویل شوې ده.