د تهران او ایروان دوامداره صلاح مشورې د دوستانه اړیکو نښه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116744-د_تهران_او_ایروان_دوامداره_صلاح_مشورې_د_دوستانه_اړیکو_نښه_ده
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د تهران او ایروان ترمینځ پرله پسې صلاح مشورې د ایران او ارمنستان د اړیکو د اهمیت او ژورتیا نښه وبلله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2022 08:59 Asia/Kabul
  • د تهران او ایروان دوامداره صلاح مشورې د دوستانه اړیکو نښه ده

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د تهران او ایروان ترمینځ پرله پسې صلاح مشورې د ایران او ارمنستان د اړیکو د اهمیت او ژورتیا نښه وبلله

ولسمشر سید ابراهیم رئیسي بیګا د آرمینیا له وزیراعظم نیکول پاشینیان سره په ټیلیفوني خبرو کښې وویل: ایران، ارمنستان خپلو دوست او نزدې هیواد ګڼي او له دغه هیواد ګاونډیتوب ته اهمیت ورکوي.

رئیسي د ایران د اسلامي جمهوریت اصولي سیاست د ټولو هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا او د حاکمیت له حق څخه ملاتړ وباله او زیات یې کړه: د نړیوالو سرحدونو په شمول د سیمو د جیوپالیټک ساتنه، د هیوادونو د ملي واکمنۍ احترام او د سیمې ترمینځ د ارتباطي بیخ بیناؤ پیاوړتیا د ایران د تاکید او توجه وړ دي.

هغه له ایروان سره د انرجۍ او ټرانسپورټ په برخو کښې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو ملګرتیاؤ له پراختیا څخه د تهران د ملاتړ په څرګندولو سره وویل: د ملګرتیاؤ پراختیا په سیمه کښې د صلحې او ثبات د پياوړتیا او د اقتصادي او سوداګري رونق سبب کیږي.

په دغو خبرواترو کښې د آرمینیا وزیراعظم نیکول پاشینیان هم د سیمې په بدلونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له اصولي دریځونو په قدرونې سره له دې هیواد سره د اقتصادي، تجارتي، سیاسي او کلتوري ملګرتیاؤ او تعاملاتو د پراختیا غوښتنه وکړه.