دښمنان د ایران خلاف د خپلو دسیسو په ماتې داده شوي دي
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د مشر قومندان جانشین ټینګار وکړ چې دښمنانو د ایران خلاف د خپلو دسیسو په ماتې باندې اعتراف کړی دی
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د مشر قومندان ځاې ناستي سردار علي فدوي د غبرګولي د پنځلسمې د پاڅون د وارثانو د لاریون او تجمع په دستورو کښې وویل: پوره ۴۳کاله وشول چې د نړۍ ټول خبیثان او د هغوي په سر کښې امریکا نه یوازې کامیاب نه شول چې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف خپلې دسیسې عملي کړي بلکې ماتې یې هم خوړلې او پر خپلې ماتې یې اعتراف هم کړی دی.
سردار فدوي زیاته کړه: د کفر جبهې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف له هیڅ ډول اقدامه ډډه نه ده کړې خو هیڅکله نه دی بریالی شوی.
د سپاه د مرستیال ځاې ناستي هم داشان وویل: د امریکې او د هغې د انډیوالانو له هلوځلو سره سره ایران توانیدلی چې د کفر او ظلم د جبهې د یرغل په وړاندې اودریږي.
د ویلو ده چې د امام خمیني(رح) په نیول کیدو باندې په اعتراض کښې د ۱۳۴۲ کال د غبرګولي د پنځلسمې نیټې په پاڅون کښې د ایران د ځینو ښارونو د خلکو تجمع او لاریون په قم، تهران او وارمین ښارونو کښې په تاوتریخوالي واوښته او یوه ډله بیګناه خلک په کښې شهیدان او زخمي شول.