د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس پریکړه لیک له بیړې ډک دی
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس واکمنې شورا ته د پریکړه لیک په وړاندې کولو کښې د امریکا او د دریو اروپايي هیوادونو اقدام له بیړې ډک او سیاسي وباله.
د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د ملګروملتونو سرمنشي انټو نیو ګوټریش د ځینو سیمه ییزو او د نړیوالو بدلونونو په هکله خبرې او د نظر تبادله وکړه.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په یمن کښې د اووربند د دوام په ملاتړ کولو سره د انساني کلابندۍ په کامل ډول د ختمیدا پرضرورت ټینګار وکړ او هغه یې د یمن د ډلو ترمینځ د ډیرو خبرو اترو د پیلولو لپاره مناسبه زمینه وبلله.
حسین امیر عبداللهیان د سوریې له خارجه وزیر سره د خپلو پرونیو ټيلي فوني خبرو ته په اشارې سره د سوریې په خاوره باندې د صهیونیسټ رژیم د تیریو دوام او د دمشق په غیر پوځي هوايي ډګر باندې پوځي حمله د ملګروملتونو د منشور ستره خلاف ورزۍ وبلله او ویې ویل د سیمې شرایطو ثابته کړي ده چې د سیمې د امنیت او د ثبات پرضد د صهیونیسټ رژیم جنګ رامینځته کول به اسرائیلو ته ورستانه شي.
د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش هم په دغو خبرو کښې د ویانا د خبرو اترو د دوام په اهمیت ټینګار وکړ او ډیپلوماسۍ یې د ایران د اسلامي جمهوریت او د اټومي تړون د ځینو نورو هیوادونو ترمینځ د اختلاف د حل کیدا ترټولو ښه لاره وبلله.
هغه دغه راز د ایران په هکله د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا وروستی پریکړه لیک یوازې د سپارښتنې محتوا لرونکی وباله او د خبرو اترو د دوام په اهمیت یې ټینګار وکړ.
ګوټریش د یمن د اوربند د دوام په ملاتړ کولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د رغنده هڅو او دریځونو قدرونه وکړه.