له ایراني میرمنو سره د ونزویلا د ولسمشر د میرمنې غونډه
سیلیا فلورِس له خپل میړه نیکلاس ماډورو سره یوځاې تهران ته په سفر راغلې ده
د ونزویلا د ولسمشر نیکلاس ماډورو میرمنې سیلیا فورِس " Cilia Flores بیګا د ښځو او کورنۍ په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له مرستیالې انسیه خزعلي سره یوځاې په تهران کښې له یوشمیر سیاسي او اجتماعي فعالو میرمنو سره وکتل
سیلیا فلورِس له خپل میړه نیکلاس ماډورو سره یوځاې تهران ته په سفر راغلې ده.
هغې په یادې کتنې کښې په ایران کښې له شتون او د ایراني میرمنو له توانمنیو څخه له خبریدو نه د خوښۍ په ښودلو سره د امریکې د بندیزونو او دباؤنو په وړاندې د ونزویلا د خلکو د مقاومت خبره وکړه او ویې ویل چې مقاومت د اودریدنې او پرمختګ یوازنۍ لاره ګڼي.
په دغه ملاقات کښې د ایران د ولسمشر مرستیالې انسیه خزعلي هم د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د څرګندونو په یادونې او په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د مقاومت لګښت له جوړجاړي او تسلیمیدو لږ دی، د ونزویلا د خلکو په تیره بیا د دغه هیواد د مبارزو ښځو د مقاومت قدرونه وکړه.
د یادې غونډې په پاې کښې دواړو لورو د خپل مینځني عملیاتي اقداماتو لپاره د مذاکراتو په دوام او هوکړو په کیدو باندې هم ټینګار وکړ.