د امریکا بشري حقوقو میلیونونو خلکو ته تاوانونه رسولي
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون مشر وحید جلال زاده وویل واشنګټن د امریکا د بشري حقوقو په سیاست سره لسګونو میلیونو خلکو ته تاوانونه رسولي دي.
هغه نن د امریکا د بشري حقوقو د ایشوا کونې او د چنګاښ د میاشتې د اومې نیټې د شهیدانو د درنښت د کمیټۍ په دریمې غونډې کښې د امریکا د ټرور پرضد د جنګ قانون ته په اشارې سره وویل د دنیا کابو پینځه اتیا میلیونه خلکو د امریکا له دغه قانون څخه تاوانونه لیدلي دي او په افغانستان کښې هم په میلیونونو خلک بې کوره شوي دي.
د ایران دغه چارواکي د امریکا لخوا د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ موردونو ته په اشارې سره وویل د امریکا نفوس د ټولې نړۍ پینځه فیصده نفوس جوړوي خو د دنیا پینځویشت فیصده زندانیان د امریکا په بندي خانو کښې دي؛ او هره ورځ په امریکا کښې د لاتیني توکمه خلکو ، میرمنو او د تورپوستو پرضد تاوتریخوالي او ظلمونه کیږي خو امریکا ځان په رنګ او لاړو سره ځان د بشري حقوقو د واضح ساتونکي په توګه معرفي کوي.
جلال زاده وویل له بشري حقوق په ګټه پورته کولو له قهر څخه د ډکو یواړخیزه اقداماتو د منفي اغیز په هکله د ملګروملتونو د ځانګړي راپورټرې میرمن النا دوهان راپور تائیدوي چې د ایران ناروغانو ته په وخت د درملو نه رسیدل او د ایران د بیمارانو مړ کیدل په ایران کښې د امریکا لخوا د بایکاټونو په وسیله د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ موردونه دي.