په امریکایي حقوق بشر باندې د ایران د پارلمان سختې نیوکې
د جون له ۲۷ بیا د جولایی تر دریمې نیټې پوري په ایران کې د امریکایي حقوق بشر د اشوا کېدو او رسوایي اوونۍ نومول شوې، دغه اوونۍ کې د ایران په ضد د امریکې د بشري تېروتنو یادونه کیږي.
د ایران د اسلامي شورا یا د پارلمان د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون مشر وحید جلال زاده د دوشنبې په ورځ د امریکایي بشري جنایاتونو د کمیټې په دریمه غونده کې وویل: امریکا د ځان بولي بشري حقوقو په دروغ سره، په لسګونو میلیونو انسانانو ته نیغ په نیغه زیان رسولی دی.
هغه د ټروریسم په وړاندې د امریکا قانون ته په اشارې سره وویل: د نړۍ ۸۵ میلیون وګړي د امریکې له دغه ناسم قانون په وسیله زیانمن
شوي او په میلیونونو کسان په افغانستان کې بې ځایه شوي دي. دا په داسي حال کې دی چي امریکا د نړۍ په کچه ټروریسم سره د مبارزې ادعا کوي، خو په عین حال کې د منافقینو له ترهګري ډلي څخه په ملاتړ سره، دغه ډله د ټروریستي ډلو له لیست څخه وایستل او د ایران د ولس په ضد هغوی ته د جنایاتو د دوام زمینه برابره کړه.
د امریکې د دروغجن حقوق بشر ادعاو په هکله د ایران د دغه پارلمانی جګپوری استازی خبرې د حقیقتونو پر بنیاد بیان شوي،
دبشري حقوقو او فردي، ټولنیزو او ښاریزو حقوقو په زمینه کې د امریکې له لوري د ورکړل شویو شعارو سر بېره په دغه هیواد کې د تور پوستو وژله، د لږکیو سره د پولیسو تاوترخجن چلند، د کډوالو څخه د هغوی د اولادونو جلا کول، د زندانونو ناوړه حالات او دې ته ورته نورې مسالې د بشري حقوقو په زمینه کې د واشنګټن د دروغو ادعاګانو ښودنه کوي.
په امریکا کې د کرونا د وبا په خپرېدو سره، د سپین پوستو په پرتله لږکیو او تورپوستو ته زیات زیانونه واوښته، د کرونا د وبا پر مهال د لږکیو او تورپوستو او سپین پوستو تر مینځ په روغتیایي خدماتو کې تبعیض شتون لرل. د ایران د پارلمان د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون مشر د امریکې له لوري د بشري حقوقو خلافورزیو ته په اشارې سره، ویلي چي امریکایان د نړي د نفوس پنځه سلنه جوړوي، خو د ټوله نړۍ د زندانیانو ۲۵ سلنه په امریکا کې دي، د لاتین توکمه، تورپوستو او ښځو په وړاندې زور زیاتی په روزمره توګه روانه ده، خو امریکا په دروغ ویلو او تبلیغاتو سره ځان په نړۍ کې د بشري حقونو ټاکونکی او تر ټولو لوی ساتونکی معرفي کوي.
د بلي خوا څخه واشنګټن د امریکې دباندې هم د بشري حقونو په زمینه کې ډېره بده مخینه لري، امریکا د ویټنام، افغانستان، عراق او سوریې په هیوادونو کې ډېر جنایتونه کړي او په ګوانټانامو کې د زندان په جوړولو سره، بندیانو ته به یې سختې شکنجې ورکولې چی دا ټوله د بشري حقونو په زمینه کې د امریکا د دروغو ادعاګانو ښودونکي دي.
دا په داسي حال کې دی چي امریکا د لوېدیځو هیوادونو د بیرغوال او له ازادی او انساني حقونو څخه د دفاع کوونکې په توګه ځان د نړۍ پولیس معرفي کوي او ځان ته اجازه ورکوي چي هر کال په نورو هیوادونو کې د بشري حقونو په زمینه کې تفصیلي راپورونه وړاندې کړي او په دې پلمې سره د خپلو دښمنانو په ضد تبلیغات او پروپاګندا کوي.
روسی کارپوه اندارنیک میګرانیان په دې اړه وایي: امریکا په نړۍ کې تر هر بل هیواد زیات د بشري حقوقو خلافورزي کوي.
دغو مسایلو ته په کتو سره، دا پوښتنه رامینځ ته کیږي چي امریکا ولي له نورو ځان جلا ګڼي، په داسي حال کې چي خپله د بشري حقونو څخه سرغړونه کوي بیا هم ځان ته اجازه ورکوي چي د نورو هیوادونو په هکله ناسم قضاوت وکړي او د بشري حقونو ساتونکی ځان معرفي کړي.
نړیوالي بشري ادارې، لکه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ځلونو د ایران په وړاندې د امریکې بشرې تېروتنو ته په اشارې سره، د ایران په ضد په پراخو بندیزونو، د کرونا د وبا پر مهال ایران ته د درملو د صادراتو په مخنیوی او داسي ورته نورو مسایلو باندې سختې نیوکې کړي دي،
د ایران د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون مشر په دې اړه وایي: د ملګرو ملتونو ځانګړې رپورټ ورکوونکې النا دوهان هم په خپل راپور کې ویلي چي د امریکې د بندیزونو د امله ایراني ناروغانو ته ځینې ځانګړې درملې پر وخت نه دي رسېدلي چي د امله یې یو شمېر ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکړي دي، دا په ایران باندې د امریکې د بندیزونو له اثراتو څخه دي چي د بشري حقونو څخه د امریکې د سرغړونې ښودنه کوي.