ایران ، اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته خبرداری ورکړ
د ایران د اټومي انرژۍ ادارې ویاند بهروز کمالوندي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانش مشر ته خبرداری ورکړ چې له غیر حرفه ايي او په سیاسي رنګ او بوې سره له څرګندونو واټن واخلي.
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي څه موده مخکې له لویدیځو رسنیو سره په مرکه کښې د اټومي تړون په هکله سیاسي دریځونه غوره کړي دي چې د ایران د خلکو د حیرانتیا سبب شوي دي.
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر دغو څرګندونو نیواکي ټاټوبو یعني اسرائیلو ته د هغه له سفر وروسته زیات اړخونه موندلي دي.
په همدې لړ کښې د ایران د اټومي انرژۍ ادارې ویاند بهروز کمالوندي له ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل روښانه ده که چیرې فني مطالب مطرح شي باید په حرفه اي ډول د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د دندو په چوکاټ کښې وي او د اټومي اژانس له عادي سازوکارونو او لارې تعقیب شي او ښکاره خبره ده چې د دا ډول تعاملاتو ډګر رسنۍ نه دي.
هغه وویل شک نشته چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر ځینې غیر رغنده او سیاسي دریځونه به شرایط نور پسې پیچلي کړي.