ایران ، اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117300-ایران_اټومي_انرژۍ_نړیوال_اژانس_ته_خبرداری_ورکړ
د ایران د اټومي انرژۍ ادارې ویاند بهروز کمالوندي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانش مشر ته خبرداری ورکړ چې له غیر حرفه ايي او په سیاسي رنګ او بوې سره له څرګندونو واټن واخلي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2022 23:59 Asia/Kabul
  • ایران ، اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته خبرداری ورکړ

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې ویاند بهروز کمالوندي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانش مشر ته خبرداری ورکړ چې له غیر حرفه ايي او په سیاسي رنګ او بوې سره له څرګندونو واټن واخلي.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي څه موده مخکې له لویدیځو رسنیو سره په مرکه کښې د اټومي تړون په هکله سیاسي دریځونه غوره کړي دي چې د ایران د خلکو د حیرانتیا سبب شوي دي.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر دغو څرګندونو نیواکي ټاټوبو یعني اسرائیلو ته د هغه له سفر وروسته زیات اړخونه موندلي دي.

په همدې لړ کښې د ایران د اټومي انرژۍ ادارې ویاند بهروز کمالوندي له ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل روښانه ده که چیرې فني مطالب مطرح شي باید په حرفه اي ډول د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د دندو په چوکاټ کښې وي  او د اټومي اژانس له عادي سازوکارونو او لارې تعقیب شي او ښکاره خبره ده چې د دا ډول تعاملاتو ډګر رسنۍ نه دي.

هغه وویل شک نشته چې د اټومي  انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر ځینې غیر رغنده او سیاسي دریځونه به شرایط نور پسې پیچلي کړي.