د ایران په ضد سیاسی جنجالونه هیڅ اغیزې نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117338-د_ایران_په_ضد_سیاسی_جنجالونه_هیڅ_اغیزې_نه_لري
د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ  دادارې مشر محمد سلامي ووئيل ، دایران په ضد  دباؤنو  او سیاسی جنجالونو په تیر وخت کې هیڅ  نتیجه نه ده درلودلي او  اوس هم  هیڅ ډول ا غیزې نه لري .
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Jun 17, 2022 05:17 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد سیاسی جنجالونه هیڅ اغیزې نه لري

د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ  دادارې مشر محمد سلامي ووئيل ، دایران په ضد  دباؤنو  او سیاسی جنجالونو په تیر وخت کې هیڅ  نتیجه نه ده درلودلي او  اوس هم  هیڅ ډول ا غیزې نه لري .

 په داسې حال کې چې  د  ایران په ضد د بندیزونو دلغوه کولو او جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا دبیرته ستنیدا  لپاره  دویانا خبرې اترې  په واشنګټن کې د لازمې سیاسی ارادې  د نه د رلودلو  په دلیل  تقریبا دریدلي دي ،  دغه هیواد او اروپائي ټرائيکا  د صهیونیسټي رژيم  په دباؤنو او  د  ایټمي انرژۍ دنړیوال آژآنس دعمومي مدیر رافائل ګروسي په ملګرتیا سره  دایران په ضد پریکړه لیک تصویب  کړی دی .

 زمونږ خبریال راپور راکړ، محمد سلامي  پرون د اصفهان  ښار نطنز  ولسوالۍ ته د سفر ترڅنګ خبریالانو سره په خبرو کې  زیاته کړې ده ، په تیرو دوو لسیزو کې  دایران د سوله ایزو ایټمي فعالیتونو په باب د ایران او  لویدیځي هیوادونو ترمینځ  ډيرزې زیاتې خبرې اترې او لیده کاته ترسره شوي دي چې نهایتا  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې لامل شوي  او ټاکل شوي  چې نړیواله ایټمي موافقې کې  پلټنو ته په پام سره د پي ډيم په چوکاټ کې (یعني د ایران د ایټمي پروګرام د احتمالي پوځي اړخونو په چوکاټ کې ) دغه تورونه  پاي ته ورسیږي .

 محمد اسلامی د پی ډيم د تړل کیدا په بدل کې وټاکل شوه ، دایران په ضد ظالمانه بندیزونه لغوه شي ،  او تهران  خپل ایټمي فعالیتونه محدود  او څارنې هم ومنلې ، په دې دلیل چې  مخکیني تورونه د تل لپاره ختم شي او بندیزونه هم لغوه شي .

 هغه ددې خبرې په کولو سره چې مقابل لوری  ژمنتیاؤ ته پابند پاتې نه شول او  خپلې ژمنې ترسره نه کړې ، زیاته کړه ، اوس چې  جامعې نړیوالې ایټمي  موافقې ته د بیرته ستنید لپاره  خبرې اترې شوي ،  دا سرائيلو په جعلي مدرکونو سره  هماغه مخکیني تورونه بیرته  تکراریوي ، نو ددې په ترڅ کې چې هیڅ د لیل نشته ،  ایران خپلو ژمنتیاؤ ته دوام ورکړي .