بندیزونو د ایران لپاره محدودیت نه دی رامینځته کړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117358-بندیزونو_د_ایران_لپاره_محدودیت_نه_دی_رامینځته_کړی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: په جهادي حرکت باندې په تکیې سره مو له بندیزونو د وتلو لاره غوره کړې او د محدودیتونو د رامینځته کیدو مخه مو نیولې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 17, 2022 09:42 Asia/Kabul
  • بندیزونو د ایران لپاره محدودیت نه دی رامینځته کړی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: په جهادي حرکت باندې په تکیې سره مو له بندیزونو د وتلو لاره غوره کړې او د محدودیتونو د رامینځته کیدو مخه مو نیولې ده

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: په جهادي حرکت باندې په تکیې سره مو له بندیزونو د وتلو لاره غوره کړې او د محدودیتونو د رامینځته کیدو مخه مو نیولې ده

د ایران پریس د خبر له مخې سید ابراهیم رئیسي نن په تهران کښې د جهاد او پرمختګ د ولسي ډلو په اجتماع کښې په دې خبرې سره چې د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر تل په جهادي اقداماتو باندې ټینګار درلود، څرګنده کړه: که مونږ له بندیزونو د وتلو په لاره تګ وکړې شو نو دا به یو جهادي حرکت وي.

رئیسي د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې وویل: امریکایانو په خپله ویلي دي چې د خپل زیات نه زیات دباؤ په سیاست کښې یې ماتې خوړلې ده، د دې خبرې معنا دا ده چې اسلامي انقلاب د پرمختګ او بریا په لاره روان دی او امریکا د زوال او کمزورۍ په لور ځي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې بندیزونه باید شنډ کړی شي، وویل: حیران یم چې امریکایان له یوې خوا وايي چې له ایران سره موافقې ته تیار دي خو له بلې خوا بندیزونه زیاتوي.