صیهونیسټ رژیم په ټوله سیمه کې د ترور او ورانکارۍ عامل دې
حسین امیر عبداللهیان له شیخ عبدا... بن زاید سره په خبرو کې د دوه اړخیزو ، سیمه ایزو اونړیوالو مساییلو په اړه د نظر تبادله وکړه .
د ایرنا خبري اژانس له راپور سره سم د ایران خارجه وزیر له خپل اماراتی همڅنګ سره په خبرو کې په سیمه کې د قدس د نیواکګر رژیم شتون په ټوله سیمه کې دبی ثباتۍ ، ناامنۍ سبب اود ترور او ورانکارۍ عامل وباله .
حسین امیر عبداللهیان له شیخ عبدا... بن زاید سره په خبرو کې د دوه اړخیزو ، سیمه ایزو اونړیوالو مساییلو په اړه د نظر تبادله وکړه .
هغه د اسلامی ایران په بهرنی سیاست کې د ګاونډیانو لومړیتوب ته په اشارې سره د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمینځ د دوه اړخیزه سلاو مشورواو د کتنو په زیاتولو ټینګار او هغه یې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکود پراختیا زمینه جوړونکی وباله .
شیخ عبدا... بن زاید ال نهیان هم په دغو ټیلی فونی خبرو کې د خپل مینځیو اړیکو په پراختیا کې د دواړو هیوادونو ګډو ګټو ته په اشارې سره د ایراني او اماراتي چارواکو له منظمو سلاومشورو هرکلی وکړ .