ایران او قزاقستان د ملګرتیا سندونه لاسلیک کړل
زمونږ خبریال وايي د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د قزاقستان د ولسمشر قاسم ژومارت توکایف په شتون سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا نهه سندونه او د تفاهم یادښت لاسلیک شول.
د ایران او د قزاقستان د ملګرتیا د سندونو د لاسلیک کولو د مراسمو په پیل کښې ولسمشرانو ابراهیم رئیسي او توکایف ګډه بیانیه هم لاسلیک کړه.
ټاکل شوي ده چې د ملګرتیا د سندونو او د تفاهم لیکونو له لاسلیک کیدا وروسته د ایران او د قزاقستان ولسمشران خبري کانفرنس ته هم وینا وکړي.
د ملګرتیا د سندونو له لاسلیک کیدا مخکې د ایران او د قزاقستان ولسمشرانو دوه اړخیزه غونډه وکړه او د دلچسپۍ وړ موضوعګانو او د سیمې د مسائیلو په هکله یې خبرې او د نظر تبادله وکړه.
ایران ته د قزاقستان له ولسمشر سره په سفر کښې کابو څلویښت تاجران او سوداګران هم ملګرتیا کوي.