د ایران په ضد دملګروملتو راپورسیاسی او بې انصافه دی
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي د ایران د بشری حقوقو د وضعیّت په باب دملګروملتو د عمومي اسمبلۍ وروستی پریکړه لیک ، پر سیاسی انګیزو مشتمل ، غرضي او غیر منصفانه وبالۀ .
د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش په ایران کې د بشری حقوقو د وضعیّت په باب پر ادعاګانو په تکیې سره په یوه راپور کې ، په دغو موردونو کې د بشری حقوقو دخلاف ورزۍ په ادعا او د مختلفو مسئلو په مطرح کولو سره ، په ایران کې د بشری حقوقو د قوانینو پر اجرا نیوکې کړي دي . هغه همداراز د ایران له اسلامی جمهوریته غوښتي ،څو ددغې موسیسې د بشری حقوقو له ځانګړو راپورټرو سره دې ملګرتیا وکړي .
سعید خطیب زاده پرون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ووئيل ، هماغه ډول چې په کرتو ټينګار شوی دی ، دغه شان پریکړه لیکونه پر ساسی انګیزو مشتمل ، غرضي اوبې انصافه دي او د بشری حقوقو د هغې لوړتیا پر اساس چې د بشری حقوقو د نړیوالو اورګانونو غوره دندې دي ،نه دی برابر شوي ، ددې په ترڅ کې چې د غړو هیوادونو له اجماع هم برخمن نه دي .
هغه زیاته کړې ، اسلامی ایران د ملګروملتو د سرمنشي د راپور د ادعاګانو او د هرې یوې مادې په باب خپل مستدل او اړونده نظرات اواستدلالونه دهغه دفتر ته لیږلي چې له بده مرغه ورته څه خاص پام نه دی شوی .
خطیب زاده ټينګار کړی ، له بده مرغه هغه راپور چې د ملګروملتو دسرمنشي په نامې سره خپور شوی ، په ناسمو ادعاګانو او بې باؤره سرچینو مشتمل دی او په دې دلیل د ترهه ګرو ، فرقه پالو او غړیدلو ډلو ټپلو د تورونو او ادعاګانو د مادو په اساس تنظیم شوی او دغه راپور ته دایران داسلامی جمهوریت روا ځواب به د بشری حقوقو په شورا کې درستو غړو هیوادونو ته ورکړل شي .