د ایران خارجه وزیر د افغانستان خلکو ته تسلیت ووایه
Jun 23, 2022 00:32 Asia/Kabul
امیر عبداللهیان ټینګار وکړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت مرستې به په افغانستان کښې په تیزۍ سره وسپارلې شي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یو ټویټ کښې په افغانستان کښې د زلزلې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره، د مړو لپاره د مغرفت او د زخمیانو لپاره د عاجلې شفا دعا وکړه
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې حسین امیر عبداللهیان بیګا د افغانستان د سویل ختیځ په دوو ولایتونو کښې د راغلې زلزلې په هکله په یو ټویټ کښې ولیکل: د ګاونډیتوب او ورورولۍ له مخې په دې سختو شیبو کښې د افغانستان د شریفو او صبرناکو خلکو ترڅنګ ولاړ یو.
امیر عبداللهیان ټینګار وکړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت مرستې به په افغانستان کښې په تیزۍ سره وسپارلې شي.
ټیګونه