له بورل سره خبرې اترې ګټه ورې وې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117750-له_بورل_سره_خبرې_اترې_ګټه_ورې_وې
د ایران خارجه وزیر په یو ټویټ کښې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست او امنیتي چارو له جګ پوړي استازې سره خپله کتنه ګټه وره وبلله
(last modified 2026-03-17T03:53:59+00:00 )
Jun 26, 2022 03:40 Asia/Kabul
  • له بورل سره خبرې اترې ګټه ورې وې

د ایران خارجه وزیر په یو ټویټ کښې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست او امنیتي چارو له جګ پوړي استازې سره خپله کتنه ګټه وره وبلله

حسین امیر عبداللهیان چې پرون په تهران کښې د جوزف بورل کوره و، بیګا یې په یو ټویټ کښې په دې هکله ولیکل: د بندیزونو د ختمولو د مذاکراتو د وروستي حالت په شمول د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله مو ګټه ورې خبرې اترې وکړې.

هغه څرګنده کړه: که نور لوري هم ضروري هوډ او اراده ولري نو ایران یوې ښې، پياوړې او پایداره موافقې ته د رسیدو هوډ لري.

د اروپايي اتحادیې دبهرني سیاست مسئول د ایران په دیارلسم حکومت کښې تهران ته په خپل وړومبي سفر کښې پرون د ایران په بهرنیو چارو وزارت کښې کابو څلور ساعته له امیر عبداللهیان سره خبرې اترې وکړې.