د ایران خارجه وزیر له تُرک ولسمشر سره وکتل
Jun 28, 2022 01:10 Asia/Kabul
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په انقره کښې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ملاقات وکړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون د خپل ترک همرتبه مولود چاووش اوغلو په بلنه د یو پلاوي په مشرۍ انقرې ته تلی دی.
هغه بیګا د ترکیې له خارجه وزیر سره ملاقات هم وکړ او بیا دواړو په یوې خبري غونډې کښې ګډون وکړ.
د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په دغې خبري غونډې کښې په دوه اړخیزو اړیکو او هم داشان په سیمه ایز او نړیوال ډګر کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ په شان مهمو موضوعاتو په هکله خپلې لیدتوګې بیان کړې.
ټاکل شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر به له انقرې وروسته، ترکمنستان ته لاړ شي او د کاسپين کانفرنس د خارجه وزیرانو په غونډ کښې به ګډون وکړي.
ټیګونه