د ایران خارجه وزیر د عمان له خارجه وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کښې:
رغنده خبرې اترې د امریکې جدیت او نرمښت منلو ته ضرورت لري
د ایران خارجه وزیر په دغو ټیلیفوني خبرو کښې څرګنده کړه چې ایران یوې پیاوړې او پایدارې موافقې ته د رسیدو لپاره جدي دی
حسین امیر عبداللهیان بیګا د عمان له خارجه وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټیلیفوني خبرواترو کښې رغنده مذاکرات د امریکايي لوري په جدیت، نوښت او نرمښت لرلو پورې شرطمن وبلل.
د ایران خارجه وزیر په دغو ټیلیفوني خبرو کښې څرګنده کړه چې ایران یوې پیاوړې او پایدارې موافقې ته د رسیدو لپاره جدي دی.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د عمان خارجه وزیر هم په مذاکراتو کښې فاینل نتیجې او موافقې ته د رسیدو د ضرورت په هکله د خپل هیواد په لیدتوګې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: عمان تل په ایټمي خبرواترو کښې د موافقې د ترلاسه کیدو او د ایران د روا غوښتنو د پوره کیدو ملاتړ کوي.
دواړو لورو په دغو خبرو کښې د بندیزونو د ختمیدو د مذاکراتو د وروستي حالت په شمول په دوه اړخیز، سیمه ایز او نړیوال ډګر کښې د ګډې دلچسپۍ وړ موضوعاتو په هکله هم د نظر تبادله وکړه.