د ایران د ایټمي انرجیو سازمان:
نوي سنټرفیوزونه د قانوني فعالیتونو په چوکاټ کې په کار پیلوي
د ایران د ایټمي انرجیو د سازمان مشر د بهرنیو رسنیو د پروپاګنداو په ځواب کې وویل چي د IR_6 پرمختللي سنټرفېوزونه د دې سازمان د قانوني فعالیتونو په دوام کې کار پیلوي.
رویټرز د ایټمي انرجیو د نړیوال اژانس په حواله ادعا کړې چي ایران د فردو په ایټمي تاسیساتو کې د بډاینې د کچې د لوړولو لپاره چمتووالې نیسي او غواړي د ایټمي بډاینې کچه زیاته کړي.
د ایران د ایټمي انرجیو د سازمان مشر بهروز کمالوندي په بهرنیو رسنیو کې د ایران له لوري د ایټمي بډاینې د کچې په هکله خپاره شویو راپورونو ته په اشارې سره وویل: یو شمېر نوي سنټرفیوزنه فعاله کیږي چي خبر یې دوې اوونۍ مخکې د ایټمي انرجیو نړیوال اژانس ته ورکول شوی و، خو د ایټمي انرجیو نړیوال اژانس وار د مخکې اطلاع رسونه وکړه چي ځینو رسنیو هم د ځینو موخو په لړ کې د دې مسالې د غټولو پسې دي.
هغه زیاته کړه چي دغه پرمختللي سنټرفیوزونه دوې اوونۍ مخکې لګول شوي وې خو اوس په فعالیت پیل کړي او ۲۰ سلنه بډایه شوي یورانیوم ورڅخه تر لاسه شوي دي.
دا راپورونه په داسي حال کې خپریږي چي د ایټمي انرجیو د نړیوال اژانس له لوري د ایران ضد غیرعادلانه پریکړه لیک تر تصویبېدو وروسته، د ایران اسلامي جمهوریت خپل رضا کارانه همکارۍ یې له دې سازمان سره بند کړي او یوازې د سېوګارډ د نړیوال تړون له مخې د ایټمي انرجیو نړیوال اژانس ته د څار اجازه ورکوي.