پاکستان سره د اړیکو په پیاوړي کېدو باندې محدودیت نشته
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118302-پاکستان_سره_د_اړیکو_په_پیاوړي_کېدو_باندې_محدودیت_نشته
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر تاکید وکړ چي پاکستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره ایران کوم محدودیت نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 10, 2022 10:58 Asia/Kabul
  • پاکستان سره د اړیکو په پیاوړي کېدو باندې محدودیت نشته

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر تاکید وکړ چي پاکستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره ایران کوم محدودیت نه لري.

د ایران  ولسمشر سید ابراهیم رئیسي تېره شپه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د تماس په ځواب کې د پاکستان خلګ ته د اختر د مبارکۍ په ویلو سره، یادونه وکړه چي ایران پاکستان سره خپلې اړيکې خورا مهم ګڼي.

رئیسي د دې په بیانولو چي د تهران ـ اسلام آباد تر مینځ سوداګری د دواړو هیوادونو له زیات ظرفیت سره سمون نه خوري ، وویل: د دواړو هیوادونو د ګډ اقتصادي کمیسیون دوامداره او منظمي غونډې کولایشي د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

د پآکستان لومړی وزیر هم د ایران  حکومت، ولس او د اسلامي انقلاب معظم رهبر ته د اختر د مبارکۍ په ویلو سره، د دې هیواد د ځنګلو د اور په  وژلو کې د ایران له مرستو څخه قدرونه وکړه او ایران سره د پاکستان اړیکې تاریخي او دوستانه وبللې.

شهباز شریف همدارنګه تاکید وکړ چي هیواد یې په افغانستان کې د سولي او د افغان کډوالو د راستنېدو غوښتونکی دی.