ایران سره د سوداګریو په پراختیا د پاکستان د ولسمشر ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118388-ایران_سره_د_سوداګریو_په_پراختیا_د_پاکستان_د_ولسمشر_ټینګار
د پاکستان ولسمشر ایران سره د سوداګریو د پراختیا او سوداګریزو توکو د بدلولو د بهیر د پلي کېدو غوښتونکي شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2022 01:27 Asia/Kabul
  • ایران سره د سوداګریو په پراختیا د پاکستان د ولسمشر ټینګار

د پاکستان ولسمشر ایران سره د سوداګریو د پراختیا او سوداګریزو توکو د بدلولو د بهیر د پلي کېدو غوښتونکي شو.

د پاکستان ولمسمشر عارف علوي په کراچي کې د بهرنیو هیوادونو له ډیپلماټانو سره په ناسته کې د ایران له سرکنسول حسن نوریان سره، خبرې اترې وکړي.

د پاکستان ولسمشر په دغه لیدنه کې د ایران ولس او حکومت ته د اختر د مبارکۍ په ویلو سره، د دواړو هیوادونو تر مینځ د سرحدي بازارونو اهمیت ته اشاره وکړه او د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو د پراختیا په لړ کې د عملي اقداماتو غوښتونکي شو.

هغه همدارنګه د سوداګریزو توکو مبادله د ایران او پاکستان تر مینځ د اقتصادي راکړو ورکړو د پیاوړې کېدو لپاره ګټوره وباله.

په کراچي کې د ایران سرکنسول د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي تر مینځ خبرو اترو ته په اشارې سره، تاکېد وکړ چي دواړه هیوادونه د هراړخیزو اړیکو په پراختیا کې جدي دي.