ایران به دصهیونیسټي رژيم هرکم عقل اقدام ته کلک ځواب ورکړي
د ایران د خارجه وزارت ویندوي د ایران او طالبانو دسرحدي ځواکونو دښکیلیدا په باب هم ووئيل ، د ا یران او افغانستان سرحدي امنیت دتجارتي مناسباتو دپراختیا لپاره ډير اهمیّت لري ، په افغانستان کې شرائطد درک وړ دي،البته دافغانستان له سرپرست حکومتي چارواکو دایران تمه دا ده چې ګډ د سرحدي امنیت تامینول دې ومني او د امنیت د رامینځةکولو په باب دې د ایران ښه نیّت او هلوځلو ته مثبت ځواب ورکړي
د ایران د خارجه وزارت ویندوي ووئيل ، دایران اسلامی جمهوریت به د صهیونیسټ رژيم هر ډول کم عقل اقدام ته په پریکنده توګه ، په جدیّت ، چورلټ او پښمان کونکی ځواب ورکړي .
زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران دخارجه وزارت ویندوي ن اصر کنعاني نن په خبری کنفرانس کې د ایران د سوله ایز ایټمي پروګرام په باب د صهیونیسټي رژيم دلومړي وزیر د وروستیو څرګندونو په باب ووئیل یوه تراخه ملنډه ده ، هغه رژيم ، چې په ایټمي حوزې کې دنړیوالو څارنو او ایټمي وسلو دبندیز د هیڅ یوۀ نړیوال تړون غړی نه دی ، او په ملتونو دتیریو یوه تورتمه تاریخچه او دنړیوالو قوانینو دخلاف ورزیو روښانه او تور ټپ تاریخ لري ، د ایران دسوله ایزو ایټمي فعالیتونو په باب نظر څرګندوي .
کنعاني چافي ددې خبرې په کولو سره چې د ایران ایټمي فعالیتونه په بشپړ ډول روښانه ، قانوني او د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس تر څارنې لاندې ترسره کیږي ، روښانه کړه ، صهیونیسټ رژيم دایټمي سلاکوټونو په درلودلو ، په این پي ټي تړون کې دغړیتوب په نه درلودلو سره حق نه لري ، د ایران دسوله ایزو ایټمي فعالیتونو په باب نظر څرګند کړي .
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي ، د امریکا د ولسمشر جوبایډن د څرګندونو په باب چې مدعي شوی ، په ایران د ډيپلوماټيکو او اقتصادي دباؤنو زیاتیدا، له تیرو دوو کلونو سره په پرتله کې په امریکائي ځواکونو د ایران ترملاتړ لاندې دحملو اندازه کمه کړې ده ، ووئيل ، یوازې د افسوس ځاي دی چې که امریکائي واکوالان فکر کوي ، په دغه شان خبرو سره یا په یوې خپرونې کې په مقالو لیکلو سره ، دخپل ناوړه ، ویجاړونکي او ورانکار کړچار نتیجه چې په پرله پسې کلونو کې ئې په سیمې او لویدیځي آسیا کې اعمال کړي دي دي ،توجیه او بیان کړئ شي .
کنعاني چافي زیاته کړې ده ، جوزف بایډن او نور امریکائي چارواکي پوهیږي ، چې په سیمې کې د امریکا د لاسوهونکو سیاستونو په نسبت دسیمې د خلکو نظر څه دی او په پرله پسې کلونو کې دامریکا بهرني سیاست ته په یوه اجمالي نظر سره ، ثابیتیږي ، دغه څرګندونې په سیمې کې د امریکا له عملی سیاست سره سمې نشي کیدلی . . کنعاني ددې خبرې په کولو سره چې دعراق او افغانستان پشمول په هیڅ یوه هیواد کې د امریکا غیر قانوني شتون ثبات او امنیت نه دی ډالۍ کړی ، روښانه کړه ،د امریکا ولسمشر او حکومت د امریکا په سیمه ایز بهرني سیاست کې بیا کتنه او دغه راز په سیمې کې د عمومي افکارو د کتنې ډول ته یوځير نظر وکړي او خپل چلند بدل کړي او له صهیونیسټي تیریګر رژيمه دملاتړ سیاست ودروي.
د ایران د خارجه وزارت ویندوي د ایران او طالبانو دسرحدي ځواکونو دښکیلیدا په باب هم ووئيل ، د ا یران او افغانستان سرحدي امنیت دتجارتي مناسباتو دپراختیا لپاره ډير اهمیّت لري ، په افغانستان کې شرائطد درک وړ دي،البته دافغانستان له سرپرست حکومتي چارواکو دایران تمه دا ده چې ګډ د سرحدي امنیت تامینول دې ومني او د امنیت د رامینځةکولو په باب دې د ایران ښه نیّت او هلوځلو ته مثبت ځواب ورکړي .