د بندیزونو په اوج کې دایران پوځي قدرت څوچنده زیات شوی
د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ عمومي قوماندان، د ایران په ضد ددښمنانو بندیزونو ته په اشارې سره ووئيل ، د ایران پوځ د بندیزون وپه اوج کې توانیدلی دی ، د هیواد د خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي .
د ایران اسلامی جمهوریت ، د سپينې ماڼۍ او د واشنګټن د اروپاي متحدانو له بندیزونو سره سره ، دنوو او ماډرن وسلو دتولید په زمینې کې او څاره پرمختګونه کړي دي .
امیر سردار سید عبدالرّحیم موسوي په یولړ څرګندونو کې ووئيل و دایران پوځ په هغو مختلفو ډګرونو کې چې یوه مجهز او کارنده پوځ لپاره ضروري دي ، رابرسیره شوی دی .
سردار موسوي زیاته کړې ، د ایران پوځ په دایمي توګه ګواښونه څاري او دخپل ماموریت د حوزې راتلونکی پیښې د د دقیقو اطلاعاتو د اټکلونو په اساس په نظر کې لري .
د ایران د پوځ عمومي قوماندان ټينګار کړی ، د ایران داسلامی جمهوریت پوځ د د خپل اسلامی جمهوریت دمقدس اسلامی نظام ، مځکنۍ بشپړ تیا او خپلواکۍ په دفاع کې خپل ټول توان کاروي .