د بندیزونو په اوج کې دایران پوځي قدرت څوچنده زیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118408-د_بندیزونو_په_اوج_کې_دایران_پوځي_قدرت_څوچنده_زیات_شوی
 د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ عمومي قوماندان، د ایران په ضد ددښمنانو بندیزونو ته په اشارې سره  ووئيل ، د ایران پوځ د بندیزون وپه اوج کې  توانیدلی دی ، د هیواد د خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 13, 2022 08:28 Asia/Kabul
  • د بندیزونو په اوج کې دایران  پوځي قدرت څوچنده زیات شوی

 د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ عمومي قوماندان، د ایران په ضد ددښمنانو بندیزونو ته په اشارې سره  ووئيل ، د ایران پوځ د بندیزون وپه اوج کې  توانیدلی دی ، د هیواد د خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي .

د ایران اسلامی جمهوریت ، د سپينې ماڼۍ او  د واشنګټن د اروپاي متحدانو  له بندیزونو سره سره ، دنوو او ماډرن  وسلو دتولید په زمینې کې  او څاره پرمختګونه کړي دي .

امیر سردار  سید عبدالرّحیم  موسوي  په یولړ څرګندونو کې ووئيل و دایران پوځ  په هغو مختلفو ډګرونو کې چې یوه مجهز او کارنده پوځ لپاره  ضروري دي ، رابرسیره شوی دی . 

سردار موسوي  زیاته کړې ، د ایران پوځ په دایمي توګه  ګواښونه څاري  او دخپل  ماموریت  د حوزې راتلونکی  پیښې  د د دقیقو اطلاعاتو د اټکلونو په  اساس په نظر کې لري .

د ایران د پوځ  عمومي قوماندان ټينګار کړی ، د ایران داسلامی جمهوریت پوځ  د  د خپل اسلامی جمهوریت  دمقدس  اسلامی نظام ، مځکنۍ بشپړ تیا او خپلواکۍ په دفاع کې  خپل ټول توان  کاروي .