له ایران سره د زور خبره کول یوه چټي ملنډه ده
اسلامی ایران د امریکا او صهیونیسټي رژيم لومړي وزیر غوږونو ته رسوي ، چې په تهران کې د امریکا د جاسوسي ځالې دنیول کیدا په طبس دښتې کې د امریکا د لښکریانو د دفن کیدا ، د ایران په ضد په تپلي اته کلن جنګ کې دامریکاچورلټې ماتې ، دالاسد امریکائي پوځي مرکز دکنډوالو ، په فارس خلیج کې د امریکا د ماډرن جاسوسي الوتکې دنسکوریدا او په عراق سورئې کې د داعش د لښکر کشۍ د امریکائي پروژې سپيرې اوبې شرمه ماتې پشمول دې دتیر وخت پيښې وویني .
ایسنا خبری آژانس راپور ورکړ ، دایران د اسلامی جمهوریت د پوځ ویندوی سردار تورن جنرال ابوالفضل شکارچي د ایران په ضد زور ته دمخه کولو له ټاکنې څخه په استفادې کې د امریکا دو لسمشر جوبایډن د ادعا په غبرګون کې روښانه کړه ،زور ته د مخه کولو له عبارته د امریکا د ولسمشر او د صهیونیسټي جعلی رژيم د ناکام لومړزی وزیر استفاده ، باید د دوي دنفسیاتي جنګ ،توّهم او په ویدۀ کیدا دککړتیا په حساب کې ورزیاته شي .
سردار شکارچي ووئیل ، اسلامی ایران د امریکا او صهیونیسټي رژيم لومړي وزیر غوږونو ته رسوي ، چې په تهران کې د امریکا د جاسوسي ځالې دنیول کیدا په طبس دښتې کې د امریکا د لښکریانو د دفن کیدا ، د ایران په ضد په تپلي اته کلن جنګ کې دامریکاچورلټې ماتې ، دالاسد امریکائي پوځي مرکز دکنډوالو ، په فارس خلیج کې د امریکا د ماډرن جاسوسي الوتکې دنسکوریدا او په عراق سورئې کې د داعش د لښکر کشۍ د امریکائي پروژې سپيرې اوبې شرمه ماتې پشمول دې دتیر وخت پيښې وویني .
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ ویندوي ټينګار وکړ، دوي ښه پوهیږي ،چې د اسلامی ایران په ضد به زور ته د مخه کولو له کلمې د استفادې تاوان هم ورکړي ، نو ځکه ښه دا ده چې د سیمې او نړۍ حالاتو دې په ښه توګه ننداره وکړي ، یوځل بیا په تیرو پيښو یو نظر واچوي څو راتلونکي په سمه توګه تحلیل کړي .
د امریکا ولسمشر جوزف بایډن په چارشنبې ورځې نیواکي ټاټوبی ته تللی او له صهیونیسټي چارواکو سره ئې لیده کاته کړي اوپوچې دړکې ئې کړي دي او همداراز وئيل کیږي ، چې نن عربستان ته هم لاړ شي او په دړکو اوویرونې سره د عربانو جیبونه خالی کړي .