ایران په سیمه کښې پیاوړی دفاعي قدرت لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118568
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا نیوزویک اوونیزې په یوې شننې کښې ولیکل د ایران اسلامي جمهوریت اټومي وسلو ته له ضرورت لرلو پرته همدا اوس په سیمه کښې له کافي دفاعي قدرت څخه برخمن دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 17, 2022 10:12 Asia/Kabul
  • ایران په سیمه کښې پیاوړی دفاعي قدرت لري

ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا نیوزویک اوونیزې په یوې شننې کښې ولیکل د ایران اسلامي جمهوریت اټومي وسلو ته له ضرورت لرلو پرته همدا اوس په سیمه کښې له کافي دفاعي قدرت څخه برخمن دی.

نیوزویک اوونیزې په یوې شننې کښې چې د دفاعي مسائیلو کارپیژاند ډنیل ار دیپټرس لیکلي ده  ولیکل «ټول انتخابونه په میز پراته دي» ټکی خاص معنا لري چې پوځي اقدام یو احتمال دی.

دا داسی ټکی دی چې د امریکا اکثره ولسمشران یې یوه سیال یا دوښمن هیواد ته د پیاوړي پیغام د استولو لپاره لپاره کاروي.

په دغه شننې کښې ویل شوي دي په دنیا کښې یوازی ایران هیواد دی چې د امریکا ولسمشرانو په ځلونو د هغه پرضد دغه ټکی کارولی دی.

د امریکا د نیوزویک اوونیزې لیکوال او شناند ډنیل ار ډیپټرس د پوځي اقدام د نه ترسره کولو د دلایلو په هکله لیکي، پوهیږو چې ایران د پوځي اقدام غچ اخلي ځکه چې مخکې یې هم غچ اخیستی دی، او ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني ټرور ته په ځواب کښې د عراق په عین الاسد سیمه کښې د امریکا د عسکرو په دوو اډو باندې په لسګونو توغندي ورویشتلي وو.

هغه وویل که چیرې ایران د خپل یوه جنرال ټرور ته دا ډول ځواب ورکوي نو تصور وکړئ د خپل د اټومي پروګرام د تباه کیدا په وړاندې به کوم ډول ځواب ورکړي.