اسلامي ایران د دنیا څوارلسم اقتصاد شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118582-اسلامي_ایران_د_دنیا_څوارلسم_اقتصاد_شو
فارس خبري اژانس وايي د پیسو نړیوال صندوق ایي ایم ایف په یوه راپور کښې د ایران یو اعشاریه اوه ټریلیونه اقتصاد د نړۍ څوارلسم (14)اقتصاد اعلان کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2022 08:01 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د دنیا څوارلسم اقتصاد شو

فارس خبري اژانس وايي د پیسو نړیوال صندوق ایي ایم ایف په یوه راپور کښې د ایران یو اعشاریه اوه ټریلیونه اقتصاد د نړۍ څوارلسم (14)اقتصاد اعلان کړ.

ايي ایم ایف په دغه راپور کښې وویل چې د ایران داخلي ناخالص تولید یو اعشاریه اوه ټریلیونه ډالره دی او د میکسیکو ، ترکیې ، د اسپانیا ، سویډن او د سعودي عربستان په شمول له ډیرو هیوادونو لوړ شوی دی.

دغه راپور وايي امریکا په  پینځویشت اعشاریه درې ټریلیونه ډالره ناخالص داخلي تولید سره د نړۍ کابو څلورمه برخه اقتصاد جوړوي او چین په نولس اعشاریه نهه ټریلیونه ډالرو سره په دوهم مقام کښې دی.

د پیسو نړیوال صندوق ايي ایم ایف اټکل کړی دی چې د نړۍ اقتصاد د روان میلادي کال تر پاې پورې کابو یوسل څلورو ټریلیونه ډالرو ته ورسیږي.