اسلامي ایران د دنیا څوارلسم اقتصاد شو
Jul 17, 2022 08:01 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي د پیسو نړیوال صندوق ایي ایم ایف په یوه راپور کښې د ایران یو اعشاریه اوه ټریلیونه اقتصاد د نړۍ څوارلسم (14)اقتصاد اعلان کړ.
ايي ایم ایف په دغه راپور کښې وویل چې د ایران داخلي ناخالص تولید یو اعشاریه اوه ټریلیونه ډالره دی او د میکسیکو ، ترکیې ، د اسپانیا ، سویډن او د سعودي عربستان په شمول له ډیرو هیوادونو لوړ شوی دی.
دغه راپور وايي امریکا په پینځویشت اعشاریه درې ټریلیونه ډالره ناخالص داخلي تولید سره د نړۍ کابو څلورمه برخه اقتصاد جوړوي او چین په نولس اعشاریه نهه ټریلیونه ډالرو سره په دوهم مقام کښې دی.
د پیسو نړیوال صندوق ايي ایم ایف اټکل کړی دی چې د نړۍ اقتصاد د روان میلادي کال تر پاې پورې کابو یوسل څلورو ټریلیونه ډالرو ته ورسیږي.
ټیګونه