درست اسلامي ایران د غدیر اختر په خوشحالیواو جشنونو کې ډوب دې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118628-درست_اسلامي_ایران_د_غدیر_اختر_په_خوشحالیواو_جشنونو_کې_ډوب_دې
د اهل بیت میناوالو د لارو او واټونو په ښکلی کولو او د شربتونو اومټیانو په ویشلو سره دغه د غدیر لوی اختر لمانځی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2022 08:44 Asia/Kabul
  • درست اسلامي ایران د غدیر اختر په خوشحالیواو جشنونو کې ډوب دې

د اهل بیت میناوالو د لارو او واټونو په ښکلی کولو او د شربتونو اومټیانو په ویشلو سره دغه د غدیر لوی اختر لمانځی .

 

نن د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې اتلسمه نیټه د مسلمانانو د ستر اختر په توګه د غدیرِ خم د نیکمرغه اختر ورځ ده

غدیرِ خم د مکې او مدینې ترمینځ د هغې سیمې نوم دی چرته چې د اسلام ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) له حجة الوداع نه د ستنیدو په وجه د څه باندې یو لاک اصحابو په ټول کښې امام علي علیه السلام له ځانه وروسته د مسلمانانو ولي اعلان کړ.

رسول ا... مبارک له خپل وروستي حج د ستنیدو په وخت هغه ټولو مسلمانان چې حج ته تلي وو، په غدیر خم نومې سیمې کښې راغونډ کړل او هلته یې حضرت امام علي علیه السلام د خدای تعالی له خوا د خپل وصي، ورور او ځاې ناستي په توګه معرفي کړ.

حضرت محمد مصطفی(ص) د غدیر خم په مهمه خطبه کښې وفرمایل: د هر چا چې زه مولا یم، زما وروسته یې علي مولا دی.

د غدیر خم نیکمرغه اختر چې په اسلامي روایتونو کښې عیدالاکبر یعنې ترټولو ستر اختر نومول شوی دی، د ټولو الهي دینونو ترټولو ستر اختر بللی شو ځکه چې د خدای تعالی د ټولو رالیږلو پیغمبرانو د زحمتونو په دې ورځ نتیجه او میوه ورکړې ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت مومن ولس د غدیر د اختر په ورځ په مذهبي ځایونو کښې پر راغونډیدو او د مختلفو جشنونو پر ترسره کولو سربیره، د سیدانو ملاقات ته هم ځي.د اهل بیت میناوالو  د لارو او واټونو په ښکلی کولو او د شربتونو اومټیانو په ویشلو سره دغه د غدیر لوی اختر لمانځی .

مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا د امام علي علیه السلام مینه والو او د نړۍ ټول پتمنو انسانانو ته د غدیر خم د نیکمرغه اختر مبارکي وایو.