امریکایان باید په سورئې کې د فرات له ختیځې سیمې وشړل شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118678-امریکایان_باید_په_سورئې_کې_د_فرات_له_ختیځې_سیمې_وشړل_شي
د اسلامی انقلاب معظم لارښود پرون ناوخته  د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او ورسره پلاوي سره په کتنې کې  د سورئې موضوع ډیره مهمه وبلله او وې وئيل ،  د سورئې په موضوع کې یوه بله مهمه مسئله ، د امریکایانو په لاس  د فرات د ختیځ تیلی او ښیرازه  سیمو نیواک دی چط دغه قضیه باید له دغې سیمې د دوي په شړلو سره معالجه شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 20, 2022 00:28 Asia/Kabul
  • امریکایان باید په سورئې کې د فرات له ختیځې سیمې وشړل شي

د اسلامی انقلاب معظم لارښود پرون ناوخته  د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او ورسره پلاوي سره په کتنې کې  د سورئې موضوع ډیره مهمه وبلله او وې وئيل ،  د سورئې په موضوع کې یوه بله مهمه مسئله ، د امریکایانو په لاس  د فرات د ختیځ تیلی او ښیرازه  سیمو نیواک دی چط دغه قضیه باید له دغې سیمې د دوي په شړلو سره معالجه شي .

 حضرت آیت  ا... العظمی سید علی خا منه اي  په دغې کتنې کې  په دې په ټينګار سره چې نړیوالې پيښې  متقابلو او زیاتیدونکو  ملګرتیاؤ ته  د ایران او روسیې  د اړتیا ښودنه کوي ووئيل ،  دتیلو او ګیسو دبرخې پشمول  ددواړو هیوادونو ترمینځ ډير تړونونونه او تفاهمونه  روان دي ، چې باید  تر نهایت پورې تعقیب اوعملیاتي شي .

 دوي همداراز د ایران او روسیې اقتصادي  ملګرتیاوې په تیره بیا د لویدیځوالو په بندیزونو پسې، ضروري  او د  هردواړو هیوادونوپه ګټه وبللې  او  د اوکراین د پيښو په باب ئې هم ووئيل ، جنګ یوه ځيږه او سخته مقوله ده  او دایران اسلامی جمهوریت  له دې چې عادی خلک ورسره لاس او ګریوان کیږي ، نه خوشالیږي ، خو  د اوکراین په قضیې کې  که تاسو د عمل نوښت په لاس کې نه وائ اخستئ نو  مقابل لوری  پخپل نوښت سره  دجنګ د پيښدا لامل کید.

 داسلامی انقلاب معظم لارښود  په دې خبرې په ټينګار سره  چې لویدیځوال  له یوې خپلواکه او پياوړي روسیې سره په کلي  توګه مخالف دي ، ناټو  ظې یو خطرناک موجود وبالۀ او زیاته ئې کړه ، که  دناټو په مقابل کې  لاره خلاصه پاتې شي ، نو هیڅ حد او پوله نه پيژني  او که  په اوکراین کې ئې  مخه نیول شوي نه وائ ،نو له څه وخت وروسته به ئې د کریمه په پلمه  همدغه جنګ رامینځة کاوۀ.

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي   ووئیل ، البته نن سبا امریکا او لویدیځ  د مخکې په نسبت  کمزوري شوي او  په لازیاتې هڅې او لګښتونو سره سره ئې ، د سورئې ،عراق، لبنان  او فلسطین  پشمول د مونږ په سیمې کې  د دوي دسیاستونو پرمختګ  ډير کم شوی دی .  دوي همداراز  دسورئې موضوع ډیره مهمه وبلله او  او په دغه هیواد باندې له پوځي حملې پر مخالفت  او د دوي دمخنیوی پر ضرورت د ایران د اسلامی جمهوریت  پر دریځ په  ټينګار سره  ئې ووئيل ،   دسورئې په موضوع کې یوه بله مهمه  مسئله ؤ ددغه هیواد د ختیځ له تیلی  او ښیرازه سیمې د  امریکایانو چې ورباندې ئې قبضه کړې ده ، شړل دي.

Image Caption

 

د اسلامی انقلاب معظم لارښودهمداراز دسیمې په پيښو کې د صهیونیسټي رژيم د لاسوهنو په غندلو سره،د صهیونیسټانو په ضد د روسیې د ولسمشر وروستي دریځونه د ستاینې وړ وبلل.

 دوي په دوام کې ټينګار وکړ ،  اسلامی ایران به، هغه سیاستونه او پروګرامونه چې د ایران او ارمنستان د پولې دبندیدا لامل کیږي ،هم هیڅکله ونه زغمي  .

 حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  همداراز د لویدیځ  د دوکو په مقابل کې  هوښیاری او ځيرتیا ضروري وبلله او وې وئيل ، امریکایان  هم سرزوري دي  او هم حیله  ګر،  او د پخواني شوروي  ددړې وړې کیدا یو عامل  د امریکا دسیاستونو په مقابل کې د دوکه خوړل وو،  البته روسیې  د تاسو په پړاؤ کې  خپله خپلواکي ساتلې ده .

 په دغې کتنې  کې د اسلامی ایران   ولسمشر ابراهیم ریئسي  هم پکې شتون درلود ،د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د اوکراین د پيښو په باب ووئيل ،  هیڅوک د جنګ پلوی نه دی  او دعمومی خلکو ژوند  سره لوبې کول یوه ستره ټریژيډي ده ، خو  دلویدیځ چلند سبب شو  چې مونږ  له عکس العمل پرته بله   ټاکنه  نه درلوده .

 د روسیې ولسمشر  ووئيل،  ځينو اروپائي هیوادونو وئيلي دي ،مونږ  په ناټو کې د اوکراین دغړیتوب مخالف وو،خو دامریکا په دباؤ سره مو ورسره موافقه کړې چې دا د دوي دخپلواکۍ او حاکمیّت د  نشتوالي ښودنه کوي .

 پوتین د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د قدس ځواک دوخت  دقوماندان  جنرال  قاسم  سلیماني  ترور،د امریکایانو د شرارتونو یو بل مثال وبالۀ او  دخپلو څرګندونو په یوې بلې برخې ئې کې د روسیې په ضد دلودیځوالو بندیزونو ته په اشارې سره ووئيل،دغه بندیزونه دلویدیځ په تاوان دي او نتیجه ئې د تیلو دبیّو دلوړیدا او د خوراکي موادو د تامین د بحران پشمول ځيني مشکلات دي .

د روسیې ولسمشر  همداراز د قفقاز سیمې په باب د اسلامی انقلاب د ستر لارښود  ددریځونو په تائيدولو سره ، د سورئې په شمال له پوځي حملې سره دمخالفت پشمول  ددغه هیواد په قضیې کې د دواړو هیوادونو دریځونه په بشپړ ډول  له یوه بل سره برابر وبلل او وې وئيل ،د فرات ختیځي سیمه باید  د سورئې د پوځي ځواک په کنټرول کې ورشي .هغه زیاته کړه،په سورئې کې ایران او روسیه ، له ترهه ګرۍ سره په ګډې مبارزې بوخت دي  او په پوځي زمینې کې هم  هڅه  کوي ،ددواړو هیوادونو ملګرتیاوې  او همدرااز له چین سره درې اړخیزې  مانورې اوملګرتیا هم  پراخه کړو .

Image Caption