د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه :-
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ګرانو لوستونکو اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو وخت یې ولرئ.
نن به لومړۍ د تهران کیهان ورځپاڼه وګورو.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او ورسره پلاوي سره په کتنه کښې ویل امریکا باید په سوریې کښې د فرات له ختیځې سیمې څخه وشړل شي.
ایت الله خامنه اي وویل د ایران او د روسیې اوږدمهاله ملګرتیاوې د دواړو هیوادونو په ګټه دي.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په کتنې کښې هم وویل ایران د ترکیې امنیت د ځان امنیت ګڼي او ترکیه هم باید د سوریې امنیت خپل امنیت وګڼي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود صهیونیسټ رژیم د اسلامي هیوادونو ترمینځ د اختلاف د رامینځته کولو اصلي عامل وباله او په دې خبرې باندې ټینګار سره چې امریکا او غاصب رژیم نشي کولای د فلسطین د خلکو د ژور حرکت مخه ونیسي د سوریې د مسلې په هکله وویل د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا ساتل ډیر مهم دي او د سوریې په شمال کښې هر ډول پوځي حمله به په پریکنده توګه د ترکیې ، د سوریې او د ټولې سیمې په تاوان او د ترهګرو په ګټه وي.
په داسې حال کښې چې په اروپا کښې د انرژۍ کړکیچ هره ورځ نوي اړخونه مومي او ټول اروپايي هیوادونه د راتلونکي ژمي په هکله اندیښمن دي دي په امریکا کښې هم سي این این ټیلي ويژن په یوه راپور کښې د انفلاسیون او د انرژۍ کړکیچ ته په اشارې سره لیکلي دي لوړ انفلاسیون داسی شی دی چې سبب کیږي ولسمشر جوبایډن ونه توانیږي خپله ولسمشرۍ وساتي.
د قطر پخواني لومړي وزیر حمد بن جاسم اروپايي هیوادونو ته وړاندیز کړی دی چې د امریکا له سلطې ځانونه وباسي.
هغه وویل د اروپايي هیوادونو راتلونکی د امریکا له سلطې څخه له وتلو او له چین سره خبرو کولو سره تړلی دی.
فایننشل ټایمز ورځپاڼې ولیکل په امریکا کښې هیڅ کس د انفلاسیون د کنټرول توان نلري.
دغه ورځپاڼې ولیکل ډیموکراټ ګوند د امریکا د نوامبر د میاشتې په مینځ پړاوه انتخاباتو په درشل کښې له انفلاسیون سره د مبارزې لپاره ضروري اوزارونه نلري او ننی انفلاسیون د ولسمشر جوبایډن له نظره د امریکا په لومړي او تر ټولو ستر داخلي چیلنج بدل شوی دی.
د « اورشلیم»د عمومي چارو مطالعاتي مرکز په یوه راپور کښې د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصر الله په وینا شننه کړي ده او لیکلي یې دي چې صهیونیسټان د لبنان د مقاومت په نوي معادلې اندیښمن دي.
د امریکا د ولسمشر مرستیالې میرمن کاملا هریس اعتراف وکړ چې په هیواد کښې د وسلو شمیر د خلکو له شمیر څخه زیات شوی او دومره شمیر وسلې په امریکا کښې دیره افریقايي توکمه خلک له نورو خلکو زیات ګواښي.
د امریکا لخوا د سعودي عربستان د مینځنیو پیړیو د رژیم سپکاوی او ترې پیسې اخیستل مخینه لري.
خو دا ځل د سعودي عربستان په داسې حال کښې سپکاوی کیږي چې تصور یې کاوه د هغه ضرورت په دلیل چې لویدیځ هیوادونه یې تیلو ته لري نور به د عربستان سپکاوی ونشي خو د امریکا د ولسي جرګې کانګرس یوه استازي سعودي عربستان ته په خطاب کښې وویل د امریکا له ملاتړونه پرته د سعودي عربستان رژيم نه پاتې کیږي او له مینځه ځي.
د عراق د پخواني لومړي وزیر نوري مالکي د یوه غږیز پیغام خپریدا چې اصالت یې نوري مالکي دروغ بللی دی د مقتدا صدر غصه راپارولي ده تر دې حده چې مقتدا صدر له سیاست څخه د نوري مالکي د څنګ ته غوښتنه کړي ده.
د دغه غږیز پیغام په خپریدا سره چې داسې ښکاري د عراق د سیاسي ګوندونو ترمینځ د اختلافاتو د زیاتولو په هدف سره ترسره شوی دی اختلافات نور هم پسې زیات شوي دي.
کیهان ورځپاڼې دغه راز په یوې لوې مقالې کښې د غدیر خم پیښې ته په اشارې سره لیکلي دي چې د غدیر په ټاټوبي کښې کلونه کلونه کیږي چې شیعه مسلمانان د سعودي عربستان د ال سعود د ظالم رژیم له ظلمونو سره مخامخ دي.
()
اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او ورسره پلاوي سره په کتنه کښې وویل امریکا باید په سوریې کښې د فرات له ختیځې سیمې څخه وشړل شي.
هغه حضرت وفرمائیل که چیرې د ناټو مخ ته لاره خلاصه شي نو حد او سرحد نه پیژندي او که چیرې په اوکراین کښې د ناټو مخه نه نیول کیدله څه موده وروسته به یې د کریمه سیمې په پلمه همدغه جنګ پیلوه.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ټینګار وکړ د لویدیځو هیوادونو لخوا د ماسکو پرضد لګول شوي بایکاټونه نشي کولای روسیه په نړۍ کښې څنګ ته کړي.
د یمن انصار الله غورځنګ ته اړونده د ملي ژغورنې د حکومت لومړي وزیر عبدالعزیز بن حبتو وویل چې مونږ په باب المندب سټراټيژیکې اوبلارې کښې اخري خبره کوو او اجازه به ورنکړو چې سور سمندر د اسرائیلو په سمندر بدل شي.
عربو اتحادیې وویل د قدس پرضد د اسرائیلو اقدامات د ټولې سیمې لپاره جدي ګواښ دی.
د قطر پخواني لومړي وزیر حمد بن جاسم اروپايي هیوادونو ته سپارښتنه وکړه خپل راتلونکی د امریکا له سلطې څخه په وتلو سره تضمین کړي.
د صهیونیسټ رژیم عسکرو د لویدیځې غاړې په بیلابیلو سیمو باندې یرغل سره دولس فلسطینیان نیولي دي.
اسرائیلو ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن له سفر وروسته د اسرائیلو عسکرو په لویدیځې غاړې باندې بریدونه زیات کړي دي.
رباط ته د صهیونیسټ رژیم د پوځ د مشر د بلنې په هکله د مراکش هیواد اقدام د هیواد خلکو غصه راپارولي ده او د مراکش په زرګونو خلکو په واټونو او د پارلمان مخ ته مظاهرې وکړې او له اسرائیلو سره د مراکش د اړیکو عادي کول یې په کلکه وغندل.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي مینځني ختیځ ته د ولسمشر جوبایډن سفر دیر مهم وباله او ټینګار یې وکړ هیڅ کله به چین او روسیې ته ځاې خالي پرې نه ږدو.
رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کښې وویل د امریکا ولسمشر جوبایډن مینځني ختیځ ته له سفره په خالي لاسونو سره ستون شوی.
()
اوس به د بهرنیو ورځپاڼو مهم سرټکي درسره شریک کړو.
والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون د هغې وروستۍ څېړنې په اړه یو مطلب خپور کړی چې د افغانستان د نژدې شل کلنې جګړې په اړه یې ترسره کړې ده.
ورځپاڼه د هغو شنونکو له قوله چې دا څېړنه یې لیدلې ده لیکي چې د پنټاګون مشران د افغانستان په جګړه کې د امریکا د پوځ د ونډې د څېړنې په اړه د ارزونې په حال کې دي خو تر اوسه یې دا پرېکړه نهده کړې چې ایا د ورځپاڼې په وینا د دې خورا محرم سند ځینې برخې خپرې شي که نه؟
والسټریټ ژورنال لیکي چې د دې څېړنې مسوده د روانې میاشتې په لومړیو کې د پنټاګون چارواکو ته وړاندې شوې ده.
ورځپاڼه زیاتوي په داسې حال کې چې په امریکا کې د منځمهالو انتخاباتو نېټه رانژدې کېږي، د دې ډول څېړنو نتایج له سیاسي پلوه ښايي یو لړ ستونزې رامنځ ته کړي ځکه پر ولسمشر جوبایډن هسې هم له افغانستانه د پوځي ځواکونو د اېستلو له کبله د ملي امنیت، پوځ او کانګرس په کړیو کې د دواړو ګوندونو له خوا انتقادونه کېږي.
وال سټریټ ژورنال وړاندې لیکي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو اېستل چې په وروستیو ورځو کې ګډوډي پکې پېښه شوه، له خورا ډېرو انتقادونو سره مخامخ شول.
منتقدان وايي له یولک شلو زرو زیات افغانان له هېواده بهر ته ولېږل شول چې د دوی په وینا د دې پرېکړې عملي کول د ولسمشر بایډن لویه تېروتنه وه.
والسټریټ ژورنال د مطلب په دوام لیکي چې د امریکا هېڅ یوه اداره او سازمان هم د تخلیې د څرنګوالي په اړه له انتقادونو خوندي نه ده.
ځینو چارواکي وايي پنټاګون د هغو کسانو د اېستلو لپاره چې کلونه کلونه یې د امریکا له پوځ سره مرسته کړې وه، باید تر دې ښه پلان جوړ کړی وای.
د امریکا د بهرنیو چارو پر وزارت هم د دې افغانانو په اېستلو کې د ځنډ له وجې سخت انتقادونه شوي.
والسټریټ ژورنال همدا راز یادونه کوي چې د امریکا کانګرس تېر کال یو ۱۶ کسیز کمېسیون وګوماره څو د افغانستان د جګړې، چې په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د واشنګټن له پوځي یرغل سره سم پیل شوه یو بشپړ روایت ولیکي.
()
مېل انلاین خپرونې د افغانستان په جنوب ختیځ کې د زلزلو د ټکانونو په اړه د ایسوسیټیډ پریس خبري آژانس راپور خپور کړی.
په راپور کې د طالبانو د یوه چارواکي له قوله ویل شوي دي چې د دې زلزلې په ټکانونو کې لږ تر لږه ۳۱ کسان ټپیان شوي دي.
د امریکا د جیولوژۍ د سروې ادارې ویلي دي چې د دې زلزلې قدرت د ریشټر په مقیاس پیځه اعشاره یوه درجې و.
مېل انلاین لیکي، زلزله په همغه سیمه کې شوې چې تېره میاشت یوې سختې زلزلې سلګونه کسان ووژل او درانه مالي زیانونه یې واړول.
مېل انلاین زیاتوي چې وروستیو زلزلو په افغانستان کې یو نوی بحران راوستی او د طالبانو د ځواک محدودیت او انزوا یې نور هم په ډاګه کړل.
د مېل انلاین د تېر کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو او ورسره د نړیوالو د مالي مرستو د بندېدو له کبله د هېواد اقتصادي سقوط نور هم چټک شو چې دې کار یوه بشري بحران ته هم لاره اواره کړه.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو د ایران او خارجي ورځپاڼو ته کتنه ختمه شوه د ملتیا مو مننه.