په ایران کې دکرونامنحوس ویروس نور ۲۹کسان قرباني کړل
(last modified Thu, 21 Jul 2022 11:03:58 GMT )
Jul 21, 2022 15:33 Asia/Kabul
  • په ایران کې دکرونامنحوس ویروس نور ۲۹کسان قرباني کړل

تردې دمه په ایران کې په کرونائي ویروس د ککړو کسانو شمیر اوه میلیون درې لکه څلور زره پنځه سوه پنځوسو تنو ته زیات شوی چې له دوي  په درملنې پسې اوه میلیون  یو اویا زره پنځه کسان ښه و له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

د ایران د روغتیائي چارو زوارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  ووئیل ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ایران کې په کرونا دککړو نورو ۲۹کسانو په مړینې سره  په ټول کې په درست ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر یولک یو څلویښت زره پنځه سوه درې نوي تنو ته زیات شوی دی .

په راپور کې وئيل شوي دي همداراز په تیر شواروز کې د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس ،په درست ایران کې په کرونا نور اوه زره نهه سوه پنځلس  ککړ کسان پيژندل شوي   چې له دوي  یوزر  دوه کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي  او له دوي سره تر دې دمه په ایران کې په کرونائي ویروس دککړو کسانو شمیر  اوه میلیون  درې لکه څلور زره پنځه سوه پنځوسو تنو ته زیات شوی چې له دوي  په درملنې پسې  اوه میلیون  یو اویا زره پنځه کسان ښه و له روغتونونو هم رخصت شوي دي .