اسلامي ایران او پاکستان د افغانستان په سولې ټينګار وکړ
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کښې د سولې او د ثبات د رامینځته کولو لپاره د تهران او د اسلام اباد د ملګرتیا پرضرورت ټینګار وکړ.
د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي چې پرون سهار د پاکستان له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته تللی د پاکستان له خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري سره کتنه او خبرې وکړې.
کاظمي قمي او بلاول بوټو زرداري په افغانستان کښې له سولې او ثبات سره د مرستې لپاره د همفکرۍ او د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړي کولو لپاره د ایران او د پاکستان په ملګرتیا باندې د متقابلې خوښې په څرګندولو سره د افغانستان د خلکو د مشکلاتو او د کړاونو له کمولو سره د مرستې لپاره له سیمه ییزو ظرفیتونو د استفادې پرضرورت ټینګار وکړ.