اسلامي ایران او پاکستان د افغانستان په سولې ټينګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118800-اسلامي_ایران_او_پاکستان_د_افغانستان_په_سولې_ټينګار_وکړ
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کښې د سولې او د ثبات د رامینځته کولو لپاره د تهران او د اسلام اباد د ملګرتیا پرضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2022 23:54 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران او پاکستان د افغانستان په سولې ټينګار وکړ

ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کښې د سولې او د ثبات د رامینځته کولو لپاره د تهران او د اسلام اباد د ملګرتیا پرضرورت ټینګار وکړ.

د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي  چې پرون سهار د پاکستان له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته تللی د پاکستان له خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري سره کتنه او خبرې وکړې.

کاظمي قمي او بلاول بوټو زرداري په افغانستان کښې له سولې او ثبات سره د مرستې لپاره د همفکرۍ او د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړي کولو لپاره د ایران او د پاکستان په ملګرتیا باندې د متقابلې خوښې په څرګندولو سره د افغانستان د خلکو د مشکلاتو او د کړاونو  له کمولو سره د مرستې لپاره له سیمه ییزو ظرفیتونو د استفادې پرضرورت ټینګار وکړ.