په فارس خلیج کې د هر ډول ماموریت لپاره هروخت تیار یوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118894-په_فارس_خلیج_کې_د_هر_ډول_ماموریت_لپاره_هروخت_تیار_یوو
د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانودسمندري ځواک قوماندان ټينګار کړی،د درستو قواؤ ستر قوماندان په تدبیر او په لجمن(دجنګ د سیمې لومړنۍ کرښه) کې  په ا غیرشیندونکی او فعال شتون سره،دهر  ماموریت لپاره بشپړ چمتووالی لرو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 24, 2022 11:02 Asia/Kabul
  • په فارس خلیج کې د هر ډول ماموریت لپاره هروخت تیار یوو

د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانودسمندري ځواک قوماندان ټينګار کړی،د درستو قواؤ ستر قوماندان په تدبیر او په لجمن(دجنګ د سیمې لومړنۍ کرښه) کې  په ا غیرشیندونکی او فعال شتون سره،دهر  ماموریت لپاره بشپړ چمتووالی لرو .

 ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ او سپاه پاسدارانو سمندري ځواکونه،د ایران په سمندري حدودو اوهم په خوارو وارو سینونو اوسمندرونو کې د امنیت په تامینولو سره اغیزشیندونکی شتون  لري.

زمونږخبریال راپور راکړ،د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دسمندری ځواک قوماندان سردارعلی رضا تنګسیري  په یولړڅرګندونو کې ووئيل،دهیواد د شمال او جنوب سمندري پولو او ټاپوګانو امنیت،په ولسی بڼه رامینځةشوی اود اسلامی انقلابد معظم لارښود دغه سټراټژيک تدبیر، د ټاپوګانو او سواحلو دامنیت دسوئې د لوړتیا او پیاوړتیا سبب شوی دی .

د سپاه د سمندري ځواک قوماندان زیاته کړې ده،دهغه سند په اساس،چې د ټاپوګانو تل پاتې پراختیا نومیږي او په فارس خلیج کې د څوارلسو ټاپوګانو د پراختیا لپاره تصویب شوی،د ډيرو اجرائي ادارو لپاره مشخصې دندې ټاکل شوي دي.