په فارس خلیج کې د هر ډول ماموریت لپاره هروخت تیار یوو
د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانودسمندري ځواک قوماندان ټينګار کړی،د درستو قواؤ ستر قوماندان په تدبیر او په لجمن(دجنګ د سیمې لومړنۍ کرښه) کې په ا غیرشیندونکی او فعال شتون سره،دهر ماموریت لپاره بشپړ چمتووالی لرو .
ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ او سپاه پاسدارانو سمندري ځواکونه،د ایران په سمندري حدودو اوهم په خوارو وارو سینونو اوسمندرونو کې د امنیت په تامینولو سره اغیزشیندونکی شتون لري.
زمونږخبریال راپور راکړ،د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دسمندری ځواک قوماندان سردارعلی رضا تنګسیري په یولړڅرګندونو کې ووئيل،دهیواد د شمال او جنوب سمندري پولو او ټاپوګانو امنیت،په ولسی بڼه رامینځةشوی اود اسلامی انقلابد معظم لارښود دغه سټراټژيک تدبیر، د ټاپوګانو او سواحلو دامنیت دسوئې د لوړتیا او پیاوړتیا سبب شوی دی .
د سپاه د سمندري ځواک قوماندان زیاته کړې ده،دهغه سند په اساس،چې د ټاپوګانو تل پاتې پراختیا نومیږي او په فارس خلیج کې د څوارلسو ټاپوګانو د پراختیا لپاره تصویب شوی،د ډيرو اجرائي ادارو لپاره مشخصې دندې ټاکل شوي دي.