د اسلامی انقلاب حقیقت ددنیا ظاهري قدرتونه له چیلنج سره مخ کړي
د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دعمومي قوماندان جانشین ووئيل ،په درستو برخو کې د اسلامی نظام اقتدار او خوندیتوب ورځ تربلې غوړیدلی او لا قدرتمن شوی او د شهیدانو د وینو او په ټولنې کې د شهادت او د سرښیندنې د کلتور د دودیدا په برکت سره دغه ملت ته هیڅوک ماته نشي ورکولی.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دعمومي قوماندان جانشین ووئيل ، دایران اسلامی انقلاب ددینا ظاهري قدرتونه له چلنج او ستونزو سره مخ کړي اوپه سترو بریاؤ سره ئې نړۍ ته بریالۍ بیلګې وړاندې کړي دي .
سردار علی فدوي پرون د ایران په مرکزی ولایت اراک کې په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،د ایران ملت په درستو وختونو کې په انقلابی او جهادي روحیې سره ددښمنانو دسیسې ناکامه کړي دي او داسلامی انقلاب مینه وال ددینا په مختلفو سیمو کې د ایران داسلامی جمهوریّت د بنسټګر حضرت امام خمیني له لارې او مکتبه په بیلګه اخستو سره دپرمختګ په حال کې دي.
د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دعمومي قوماندان جانشین همداراز ووئيل ، په درستو برخو کې د اسلامی نظام اقتدار او خوندیتوب ورځ تر بلې غوړیدلی او لا قدرتمن شوی او دشهیدانو د وینو او په ټولنې کې د شهادت او دسرښیندنې دکلتور د دودیدا په برکت سره دغه ملت ته هیڅوک ماته نشي ورکولی.