ایران یوځل بیا له افغانستانه د خپلو اوبو په حق ټینګار وکړ
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن غړي له افغانستان څخه د ایران د اوبو د حق په تامینیدو تاکید کړی دی
حسین نوش آبادي د پارلیمان له خبري آژانس سره په مرکه کښې، له افغانستان څخه د ایران د اوبو د حق په ترلاسه کیدو، د سرحدي بازارچو په فعالیدو او د افغانستاني کډوالو په منظم کیدو باندې په ټینګار سره وویل: د کورنیو او بهرنیو چارو د وزارتونو په غږملتیا سره د افغانستان په اړه خپلې ډیرې ستونزې هوارولی شو.
هغه زیاته کړه چې ایران او افغانستان اوږدې ګډې پولې لري او د دواړو هیوادونو د اوبو او انرجۍ په برخې پورې اړونده زیاتره مسائل په تیره بیا د د دواړو لورو په سرحدي ولایتونو کښې، په امنیتي، سیاسي، اقتصادي او حتی د اوبو په مسئلې پورې تړلي دي.
د ایران د پارلیمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن دغه غړي هم داشان وویل: د امنیتي مسائلو په برخه کښې د دواړو هیوادونو ملګرتیا باید زیاته شي.
هغه څرګنده کړه چې د هلمند د اوبو د حق تامین، د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د خلکو یوه حقه او جدي غوښتنه ده.