د ایران ولسمشر ته د قطر د امیر د تسلیت پيغام
د قطر امیر د ایران ولسمشر ته په رالیږلي بيغام کښې د وروستیو سیلابونو له امله د خلکو د مړینې تسلیت وویلو
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني پرون د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي ته په یو پیغام کښې د وروستیو ورځو په سیلابونو کښې د ایران د یوشمیر خلکو د مړینې تسلیت ووایه.
ایران پریس خبري آژانس لیکلي چې شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په دغه پیغام کښې د تیرو څو ورځو په سیلابونو کښې د وژل شویو کسانو له کورنیو او د ایران له ټول ولس او حکومت سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، د دغې پيښې د زخمیانو لپاره د سلامتۍ آرزو وکړه.
د قطر مرستیال خارجه وزیر شیخ عبدالله بن حمد آل ثاني او د دغه هیواد وزیراعظم او د کورنیو چارو وزیر شیخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز آل ثاني هم د ایران ولسمشر او خلکو ته ورته تعزیتي پيغامونه رالیږلي دي.
د ویلو ده چې د ایران په بیلابیلو سیمو کښې په دې وروستیو کښې د ډیرو سختو او کم سارو بارانونو په وریدو سره په سیندونو کښې د طوفان او د سیلابونو د راوتلو سبب شول.
د دغو سیلابونو له امله تراوسه لږترلږه ۶۱ کسان مړه شوي دي.