ایران ته د پاکستاني زیارتوالو راتګ پیل شو
Aug 01, 2022 05:16 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
د کربلای معلی د پاکستاني زیارتوالو وړومبنۍ ډله د ایران په ختیځ کښې له تفتان-میرجاوه سرحد څخه داخله شوه
د میرجاوه ولسوالۍ د روغتیا او درملنې د شبکې مدیر مصطفی احمدي فر وویل: د محرم د میاشتې او د شهیدانو د سردار حضرت ابا عبد الله الحسین علیه السلام د عزادارۍ په شروع کیدو سره، د هغه حضرت زرګونه عاشقان له پاکستان څخه میرجاوې ته رارسیدلي دي.
په میرجاوه کښې د ټولو راتلونکو زیارتوالو ته ویکسین وهل کیږي او که د کورونا یا مالیریا په شان ناروغیو علائم ولري نو ټیسټ ترې اخیستل کیږي.
د ویلو ده چې هر کال د رسول الله مبارک د پاکو اهلبیتو علیهم السلام ډیر مینه وال له پاکستان څخه د تفتان او میرجاوه له سرحد څخه ایران ته راځي او دلته په قم او مشهد کښې له زیارتونو کولو ورسوته کربلا ته ځي.
ټیګونه