د ایران په پولوکې لس تکفیری صهیونیسټي داعشیان ونیول شول
د ایران امنیتي ځواک په قدرت او هوښیارتیا او سرښیندنې سره د خپل اسلامی ټاټوبي د پولو او د ولس د امنیت او هوساینې اوسلامتیا په ساتنې باندې ویاړي
د ایران داسلامی جمهوریت داطلاعاتو وزارت نن د یوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلي دي ، دایران امنیتی ځواک لس هغه تکفیری صهیونیسټي داعشیان نیولي چې د حضرت ابا عبدا... الحسین په عزادارو کې ئې د ترهه ګروعملیاتو نیّت درلود.
په دغې خبرتیا کې د لازیاتو جزیاتو په باب وئیل شوي دي، په تیرو درو ورځو کې تکفیری صهیونیسټي داعشیانو په حسینی ویرجنو کې د څو ترهه رو عملیاتو نیّت درلود.
په خبرتیا کې راغلی دي، جنایتکار صهیونیسټي رژيم چې تیره اونۍ ئې د کومله په نامې سره د بیلتون غواړو ترهه ګرو په وسیله په ایران کې د یوه حساس مرکز په چاودنې کې له ناکامۍ وروسته ددغه درندې ماتې باندې دبرغولي د کیښودلو او د خپلو تالی څټو او پیّلو عناصرو د روحیې په ښه کولو پسې ؤ، دې ځل ئې هڅه کړې څود تکفیری داعشي ټیمونو له لارې د حضرت امام حسین علیه السلام دعزادارۍ په دستورو کې دخپلو ترهه ګرو عملیاتو لپاره اقدامات وکړيچې د امینتی ځواک په ځيرتیا او چمتووالي سره او له ترکیې اوعراقه له هماغه روانیدونکي ځایه په څارنې سره ، دغه تکفیری صهیونیسټي ترهه ګر دهیواد په لویدیځ او جنوب کې په دوو سیمو کې ونیول شول .
د ایران داطلاعاتو وزارت په دغې خبرتیا کې ټينګار شوی دی ،امنیتي ځواک په قدرت او هوښیارتیا او سرښیندنې سره د خپل اسلامی ټاټوبي د پولو او د ولس د امنیت او هوساینې اوسلامتیا په ساتنې باندې ویاړي