په غزې کې د وحشي صهیونیسټانو په جنایتونونړیواله چپتیاافسوسناکه ده
ناصر کنعاني همداراز وئیلی دي ،ډيره د افسوس خبره ده چې دبشری حقوقو دروغجن مدعیان،له ځانه ددفاع د حق په عنوان سره ،د نیول شوي هیواد د ولس په ضد د نیواکګر رژيم د هرې ورځې دجنایتونو ملاتړ کوي او په دروغه د بشري حقوقو ډنډورې وهي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي ټينګار وکړ،د فلسطین په غزې کې د صهیونیسټانو د جنایتونو په وړاندې د بشری حقوقو دمدعیانو او نړیوالې ټولنې چُپتیاغمیزه راپارونکي او افسوسناکه ده.
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ،ناصر کنعاني نن سهار وختي پخپل یوه ټولنیز پیغام کې د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په باب لیکلي دي ،دا جنایتونه د غزې په ضد په وروستیو حملو کې د صهیونیسټي آپارټآئيډ رژيم د موخو بیلګې دي ،جالبه دا ده چې دامریکا خارجه وزارت له خپل ځانه د دفاع لپاره د اسرائيلو د حق پر بشپړ ملاتړ ټينګار کړی دی.
د غزې تړانګې پر مختلفو سیمو له جمعې ورځې راهسې وحشي صهیونیسټي پوځیانو بې آمانه بمبارۍ پیل کړي چې تر دې دمه دوام لري.