د ایران او د سعودي عرب د شپږمې غونډې د ځنډ لامل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120112-د_ایران_او_د_سعودي_عرب_د_شپږمې_غونډې_د_ځنډ_لامل
په کویټ کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر وویل: په عراق کې د وروستي ناامنیو د امله، د ایران او سعودي تر مینځ د خبرو اترو نوې پړاو ځنډېدلی دی، تهران او ریاض لا هم د بغداد د بلنې په تمه دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2022 07:25 Asia/Kabul
  • د ایران او د سعودي عرب د شپږمې غونډې د ځنډ لامل

په کویټ کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر وویل: په عراق کې د وروستي ناامنیو د امله، د ایران او سعودي تر مینځ د خبرو اترو نوې پړاو ځنډېدلی دی، تهران او ریاض لا هم د بغداد د بلنې په تمه دي.

سعودي عربستان په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په تهران او مشهد کې د دې هیواد د سفارت په مخکې د ولسي مظاهرو په پلمه، خپلې اړیکې یې له تهران سره، بندې کړې.

تر دې دمه د عراق په پلازمینه بغداد کې د ایران او د عربستان تر مینځ پنځه پړاوه خبرې اترې شوي دي او ټاکل شوې وه چي شپږم پړاو هم تر سره شي.

په کویټ کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر محمد ایراني عربي رسنیو سره په مرکه کې وویل: ټاکل شوې وه چي د ایران او سعودي تر مینځ د خبرو اترو شپږم پړاو په تېره میاشته کې په بغداد کې تر سره شوې وای، لیکن په عراق کې تر وروستیو ناامنیو وروسته، دغه غونډه ځنډل شوې ده، تر هغه چي کوربه هیواد خپل چمتووالې اعلان کړي.

هغه د دې په بیانولو چي ایراني او سعودي پلاوي د خبرو اترو لپاره چمتو دي، زیاته کړه: ایراني چارواکي د خبرو اترو بهیر ته هیلمن دي، لیکن باید د خبرو اترو لپاره د عراق بلنې ته منتظر ووسو.

د عراق د پارلمان ټاکنو څخه ۱۰ میاشتې تیریږي، د لومړي وزیر د ټاکلو په سر د سیاسي ډلو تر مینځ د اختلافاتو دوام د سیاسي بندون سبب شوی او د صدر په مشری د سیاسي ائتلاف استازو له پارلمان څخه استعفا ورکړ او صدر له سیاسي فعالیتونو د څنګ ته کېدو فیصله وکړه.

خو د صدر له فیصلې سره سره، د دغه سیاسي بهیر د نیروګانو فعالیتونه زیات شوي او صدر د خپل سیاسي وزن د ښودلو لپاره سړکونه ته خپل پلویان غوښتي او د پارلمان په شمول په یو شمېر دولتي ودانیو یې بریدونه کړي دي.