د ایران ایټمي مرکچي ټيم به دښمن ته هیڅکله هم کلنګ ورنکړي
د تهران د جمعې لمانځه خطیب ووئيل ، د ایران ایټمی مرکچي ټيم به چې د امین ، شجاع او میړني ولس له جنسه دی ،دامریکادظالمانه بندیزونو دلغوه کولو لپاره دښمن ته یوه ذره کلنګ هم ورنکړي.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب آیت ا... سید احمد خاتمي دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې د احیاء او د بندیزونو د ختمولو دخبرواترو موضوع ته په اشارې سره زیاته کړې ده، اسلامی ایران له خبرواترو سره هیڅ مشکل نه لري،البته دایران له اسلامی جمهوری نظام سره د امریکا او د هغې د متحدانو مشکل ایټمي موضوع نه،بلکې دوي د یوه موټي او دسیمې د تر ټولو ستر علمی قدرت لرونکي ایران مخالف دي.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب ددې خبرې په کولو سره چې باید ددښمن په مقابل کې کلک او ټينګ مقاومت وشي ،ووئيل ، د ایران ولس نه ستړیکیدونکی دی او د خپل اسلامی انقلاب تر شا محکم او کلک دریدلی دی.
آیت ا... احمد خاتمي همدارازپه ایران کې د حکومت د اونۍ پيلیدا ته په اشارې سره ووئيل ، دیرالسم حکومت له ولس سره په ارتباط کې دی او پر ژمنو عمل کول ددغه حکومت یو ه اصلي ځانګړنه ده.
د ایران داسلامی جمهوریت د وخت ولسمشر محمد علی رجائي او لومړی وزیر محمد جواد باهنر په ۱۹۸۱کال کې د صدراعظمۍ په دفتر کې د منافقینو د ترهه ګرې ډلګۍ د وحشي جنایتکارو په ترهه ګرې چاودنې کې شهیدان شول. ددغو شهیدانو د درنښت او خاطرې او یاد لپاره د هر کال د اګست له ۲۳نیټې تر ۲۹نیټې پورې دحکومت د اونۍ په توګه نومول شوي او په پرتم سره په درست ایران کې لمانځل کیږي.