د ایران خارجه وزیر:
تانزانیا سره اقتصادي اړیکې ایران ته مهمې دي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له افریقایي هیوادونو او په تېره بیا تانزانیا سره د اقتصادي اړیکو پراختیا د ایران د بهرني سیاست له لومړیتبونو وباله.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان تېره ورځ د تانزانیا له ولسمشرې سامایا صولحو حسن سره، د دوه اړخیزو او نړیوالو چارو په هکله سلامشورې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، په اقتصادي ډګر کې منجمله د انرژیو، سوداګریو، صنعت او ټکنولوژی په زمینه کې د ایران لوړو ظرفیتونو ته په اشارې سره، په ټانزانیا کې د ایراني سوداګرو او شرکتونو لپاره د وېزو د اسانتیاو په برابرولو تاکېد وکړ.
د تانزانیا ولسمشرې هم دې هیواد ته د ایران د خارجه وزیر له سفر څخه په هرکلی سره، د دواړو هیوادونو تر مینځ د سوداګریو د پراختیا غوښتونکې شوه.
امیر عبداللهیان تېره اوونۍ په خپل افریقایي سفر کې لومړي مالی هیواد او له هغه وروسته تانزانیا ته ولاړ.
هغه همدارنګه د ټانزانیا د پلازمینې دارالسلام په جامع جومات کې د جمعې د لمانځه لپاره ګډون وکړ.