د ایران سرې میاشتې پاکستان ته مرستو ته چمتو والی اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120270-د_ایران_سرې_میاشتې_پاکستان_ته_مرستو_ته_چمتو_والی_اعلان_کړ
زمونږ خبریال وايي د ایران د سرې میاشتې د ژغورنې او د مرستې رسونې ادارې هلال احمر مشر مهدي ولي پور د پاکستان سیلاب ځپلیو ته په سل ټنه چوکاټ کښې د بیړنۍ هستوګنې د شیانو د استولو لپاره د چمتو والي خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2022 11:18 Asia/Kabul
  • د ایران سرې میاشتې پاکستان ته مرستو ته چمتو والی اعلان کړ

زمونږ خبریال وايي د ایران د سرې میاشتې د ژغورنې او د مرستې رسونې ادارې هلال احمر مشر مهدي ولي پور د پاکستان سیلاب ځپلیو ته په سل ټنه چوکاټ کښې د بیړنۍ هستوګنې د شیانو د استولو لپاره د چمتو والي خبر ورکړ.

د پاکستان په ډیرو سیمو کښې په تیرو څو ورځو زیاتو سیلابونو کښې تراوسه له زرو څخه زیات کسان وژل شوي دي او حکومت ملي بیړنی حالت اعلان کړی او له ګاونډیو هیوادونو او نړیوالې ټولنې څخه یې د مرستو غوښتنه کړي ده.

د ایران د هلال احمر د ژغورنې او د مرستې ادارې مشر مهدي ولي پور نن وویل پاکستان ته د ایران په مرستو کښې زر خیمې ، دوه زره موکټونه او څلور زره کمبلې شاملې دي او دغه مرستې پاکستان ته استولو ته تیارې دي.

د  ایران د هلال احمر د مرستې او د درملنې ټیم هم چمتو کیږي چې د پاکستان د چارواکو د موافقت او د اړتیا په بڼه کښې د پاکستان سیلاب ځپلیو سیمو ته ورشي.