د ایران د باندنیو چارو وزیر نن روسیې ته ورسید
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان نن په روسیې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر په هرکلي سره ماسکو ته ورسید.
ټاکل شوي ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د روسیې د خارجه چارو وزیر سرګي لاوروف نن په ماسکو کښې کتنه او خبرې وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل ماسکو ته زما د سفر اصلي هدف د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د شوي غوښتنې پراساس د اوکراین د کړکیچ د حل لپاره هڅه کول دي.
هغه ویل د دوه اړخیزه اړیکو تعقیبول او د افغانستان موضوع هم ماسکو ته د سفر په اجنډا کښې شامله ده.
د اوکراین د کړکیچ له پیل راهسې د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان تراوسه د اوکراین د خارجه وزیر لخوا دوه ځله پیغامونه ترلاسه کړي دي.
دغه راز د روسیې خارجه وزارت ماسکو ته د ایران د خارجه وزیر د سفر په درشل کښې وویل د لویدیځ له غلیمانه اقداماتو سره سره د روسیې او د ایران ملګرتیاوې به دوام ولري.
له ایران سره د موافقې لپاره د امریکا د چمتووالي په هکله د جوبایډن د حکومت له ادعاګانو سره سره واشنګټن اوس هم د تهران پرضد د بایکاټونو لګولو ته دوام ورکوي.
روسیه هم د اوکراین له جنګ څخه وروسته د لویدیځو هیوادونو لخوا له سختو اقتصادي بایکاټونو سره مخامخ ده.
د روسیې خارجه وزارت ویل د ایران او د روسیې پرضد د لویدیځو هیوادونو بایکاټونه او غلیمانه اقدامات په ټولو زمینو کښې د دواړو هیوادونو د ګټورو دوه اړخیزه ملګرتیاو د پراختیا خنډ نه کیږي.