رییسي :اهل بیت (ع)د اسلامي امت د وحدت رمز دي
رییسی وویل نړۍ د اهل بیتو مکتب ته ځانګړې پام لري ځکه چی په دغه مکتب کې حق او عدالت غوښتنه ، انسانیت او عقلانیت په کامل ډول موجود دي .
د اهل بیتو(ع) دعمومي ټولنې د اوومې عمومي غونډې پرانستونکي دستورې د اسلامي ایران د ولسمشر سید ابراهیم رییسی او د اهل بیتو د عمومي ټولنې عمومي منشی ایت ا... رضا رمضاني په شتون سره نن په تهران کې ترسره شوې .
د ایران پریس له راپور سره سم سید ابراهیم رییسی په دغو پرانستونکیو دستورو کې عدالت د بشریت ننې ورک او اهل بیت اطهار په نړۍ کې د عدالت غوښتنې رمز وبلل او ویې ویل عدالت په نفوسواو د ټولو انسانانو په فطرت کې پټه چاره ده .
رییسی وویل نړۍ د اهل بیتو مکتب ته ځانګړې پام لري ځکه چی په دغه مکتب کې حق او عدالت غوښتنه ، انسانیت او عقلانیت په کامل ډول موجود دي .
ده زیاته کړه نن دین او معنویت ته د ځوانانو په تیره بیا په لودیځ د ځوانانو پام ډیر زیات شوې دې او په دې مینځ و میان کې دین او معنویت ته پام وده درلودلی ده چی دا موضوع هغو پوهانو لپاره چی دلته راغونډ شوي دي ، مسولیت راوړونکي ده .
رییسي زیاته کړه د اهل بیتو د نړیوالې ټولنې د غړیو ترمنیځ عبمي ، کلتوری او اجتماعی ارتباطات ډیر ښه راتلونکی درلودلې شي او اسلامی ایران په دې زمینه کې د غږملتیا لپاره چمتو دې .