د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120552-د_ایران_او_نړیوالو_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د ایڼرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 04, 2022 06:58 Asia/Kabul
  • د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

د تهران راډیو د ایڼرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ.

نن به لومړۍ  له تهران څخه د خپریدونکي کیهان ورځپاڼې مهم سرټکي درسره شریک کړو.

کیهان ورځپاڼې په خپل لومړۍ مخ د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې په غونډې کښې له ګډون کونکو سره په کتنه کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي عکسونه خپاره کړي دي او د هغه له قوله یې لیکلي دي د ایران اسلامي جمهوریت له اهل بیت علیه السلام څخه په الهام اخیستلو سره د استکبار اوه سره اژدها په شا وتمبوله.

هغه حضرت په دنیا کښې د اهل بیت علیهم السلام عظمت او محبوبیت بې ساري وباله او ویې ویل د ایران اسلامي جمهوریت د سلطې د نظام په مقابل کښې د اهل بیتو د بیرغ د رپونکي په توګه باوري دي چې په اسلامي دنیا کښې هیڅ  مذهبي ، قومي ، فرقه ايي ، توکمیز او حقیقي  واټن نشته او یوازنی مهم او حقیقي واټن د نړیوال استکبار او د کفر له جبهې سره د اسلامي دنیا ترمینځ سرحدونه دي.

یوې وسله والې ډلې د ایتوپیا هیواد په اورومیا سیمې باندې برید سره دوه څلویښت بې ګناه ښاریز ووژل او ګڼ شمیر نور یې ژوبل هم کړل.

د عبرۍ ژبې یوه اینټرنیټ سایټ «والا» د اسرائیلو د امنیتي موسسې په قول ایشوا کړه د جنګ په بڼه کښې د اسرائیلو د اپارتائید رژیم پوځ نشي کولای د لبنان د حزب الله اسلامي غورځنګ د حملې له سختوالي سره مقابله وکړي.

اروپا د اوکراین د جنګ او د روسیې پرضد د بایکاټ په دوام سره په یوه کړکیچن او پیچلي حالت کښې ورغلي ده تر دې چې د فرانسې ځینو چارواکو ویلي دي چې په کریسمیس اختر کښې به د روسیې ګاز نه وي.

د صهیونیسټ رژیم یوه خبریال چې نوم یې نه دی ښودل شوی د فلسطینیانو د بندي کولو پرځاې د هغوې د وژلو غوښتنه وکړه.

د امریکا ګوګل اینټرنیټ پاڼې په ګوګل پلې(Google Play) سایټ کښې هم د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ پاڼې ته د لاسرسي مخه ونیوله او ډونالډ ټرامپ په رسمي ډول له یوې رسندوي کلابندۍ سره مخامخ شوی.

د دغه اقدام دلیل د ټرامپ لخوا تاوتریخوالي ته د  خلکو وربلل بلل شوي.

له هغه وخت راهسې چې د امریکا د ولسي جرګې کانګرس مشره نانسي پیلوسي تایوان ته ورغلي وه د چین په دغه جنوبي جزیرې کښې تاوتریخوالی دوه برابره زیات شوی.

د امریکا خارجه وزارت هم پرون په یوه اقدام کښې چې چین هغه په خپلو کورنیو چارو کښې لاسوهنه ګڼي په ټایوان باندې د یو اعشاریه یو میلیارډه ډالرو په ارزښت د وسلو خرڅول تائید کړل.

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ زوم جیراډ کوشنر په یوې وینا کښې د صهیونیسټ رژیم په شرکتونو او کمپنیانو کښې د ال سعود رژیم د پراخو پانګونو خبر ورکړ.

د عربستان ال سعود رژیم چې د اسلامي دنیا د مشرۍ ادعا کوي او په اسلامي نړۍ کښې د اقتصادي او د علمي مخکې کیدا ادعا هم لري همدا اوس د ولي عهد محمد بن سلمان چې عملا په هیواد کښې سیاست او قدرت په لاس کښې لري  له وهم څخه په ډکې زیات غوښتنې سره په سیمه کښې د مسلمانانو د لومړي لمبر دښمن د اسرائیلو د اپارتائیډ رژیم اصلي او پټ ملاتړی دی.

د انګلستان وسلې د یمن د خلکو په وژلو کښې لاس لري داسې مهمه پوښتنه چې لندن ځواب ورکولو ته تیار نه دی.

د جنګ ضد د خبریالانو او د فعالانو له ډیرو غوښتنو سره سره انګلستان د یمن د جنګ په بهیر کښې په سعودي عربستان باندې  د خرڅو کړې شویو وسلو د فهرست ښکاره کولو ته تیار نشو.

بریتانیا د انرژۍ له کړکیچ څخه د تیریدا لپاره په اټومي برخه کښې شل میلیارډه سټرلینګ پونډه پانګونه کوي.

د اوکراین په جنګ کښې ښکیل اروپايي هیوادونه چې زیات د روسیې په انرژۍ تکیه لري د ولسمشر ولادیمیر پوتین پرضد بایکاټ لګولو سره د انرژۍ په برخه کښې له عجیبه کړکیچونو سره مخامخ شوي دي او د ژمي رارسیدا هغوې ویرولي دي او ځینو اروپايي هیوادونه ویلي دي چې د ژمي په موسم کښې به له لرګیو څخه استفاده وکړي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې عزتمنو لوستونکو اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو.

اطلاعات ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ  په تهران کښې د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې له غړیو سره په کتنه کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي عکس خپور کړی او د هغه له خولې یې لیکلي دي چې د استکبار سیاست په اسلامي دنیا کښې د غیر حقیقي واټنونو غټول دي.

د روسیې  ګاز پروم شرکت وویل د نورډ سټریم یو ګازو نل لیکې د لیک کیدا په وجه د دغه نل لیکې له لارې چې د ګازو د انتقال تر ټولو اصلي نل لیکه ده اروپا ته د روسیې د ګازو صادرات په کامل ډول غوڅ شول.

د اسرائیلو په یوه صنعتي ښارګي کښې ستر اورلګیدلی او د زهرجنو ګازونو د لیک کیدا د احتمال ویره شته.

د امریکا سي این این ټیلي ويژن په سعودي عربستان کښې د پینځه څلویښت میلیونو په اندازه د «امفتامین »ګولیو د نیول کیدا په هکله په یوه راپور کښې وویل د سعودي عربستان هیواد د مینځني ختیځ د نشه ییزو موادو په پلازمینې بدل شوی دی.

د امریکا خارجه وزارت په ټایوان باندې د یو میلیارډ او سل میلیونه ډالرو په ارزښت د وسلو خرڅول تائید کړل چې پکښې د توغندیو ضد شپیته کشتۍ او سل له هوا څخه هوا ته ویشتونکي توغندي شامل دي.

داپه داسې حال کښې دي چې چین امریکا ته د ورته اقدام د ترسره کولو ګواښ کړی دی.

د سوریې ځايي سرچینو وویل چې د ترکیې د نیواکګرو  ځواکونو تر ملاتړ لاندې یوې ترهګرې ډلې د سوریې د رقه ولایت په شمالي سیمه کښې په ایم څلور نړیوالې لارې او د عین عیسی ښارګي په خواو شا سیمو ډزې کړي دي .

د ملګروملتونو امنیت شورا په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د لیبیا کړکیچ پوځي حل لاره نلري وویل ټول لوري باید د ملګروملتونو په مرستې سره د انتخاباتو د ترسره کیدا لپاره لاره هواره کړي.

سعودي عربستان له اوربند اعلانولو سره سره هماغه راز د یمن د تیلو د کشتیو نیولو ته دوام ورکوي.

د یمن انصار الله ته اړونده د یمن د تیلو شرکت په دې خبرې سره چې سعودي عربستان له اوربند سره سره هماغه راز د یمن د تیلو د کشتیو نیولو ته دوام ورکوي د سعودي عربستان ائتلاف او ملګري ملتونه د یمن د اقتصادي او د انساني حالاتو د خرابیدا مسوول وبلل.

امریکا د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف ته د ملګروملتونو په غونډې کښې د ګډون کولو اجازه ورنکړه.

روسیې د ملګروملتونو په غونډې کښې د نړۍ د مشرانو په کلنې غونډې کښې د ګډون لپاره نیویارک ته د سفر لپاره د خارجه وزیر سرګي لاوروف او د ورسره پلاوي لپاره د شپږپنځوسو ویزو غوښتنه کړي وه.

د روسیې په زرګونو خلک پرون په ماسکو کښې راغونډ شول چې د پخواني شوروي د اخري ولسمشر میخائیل ګورباچوف د خاورو ته د سپارلو په مراسمو  کښې ګډون وکړي.

د روسیې ولسمشر پوتین په دغو  مراسمو کښې ګډونه ونکړ.

د عراق د شیعیانو  ائتلاف په یوې ناسته  کښې د پارلمان غونډې د حسیني اربعین له ختمیدا وروسته وخت ته وځنډولې.

رویټرز خبري اژانس هم ویلي دي چې د عراق تر ټولو قدرتمن شخصیت ایت الله سیستاني وتوانید چې په هیواد کښې ناکراریانې ختمې کړي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پانې ډیرو خوږو لوستونکو اوس به د ځینو نړیوالو ورځپاڼو مهم سرټکي له تاسو سره شریک کاندو.

()

ټرانس اټلانتیک ټایمز آسترالیایۍ ورځپاڼې په هرات ښار کې په یوه چاودنه کې د طالبانو د پلوي دیني عالم مولوي مجیب الرحمان انصاري د وژل کېدو په اړه یو مطلب خپور کړی.

مولوي انصاري د تېرې جمعې په ورځ له نژدې شلو نورو کسانو سره  یوځاې د هرات د ګذرګاه جومات مخې ته په یوه چاودنه کې ووژل شو.

ټرانس اټلانتیک ټایمز لیکي، طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د امنیت د ټینګولو ادعا کوي، خو د ورځپاڼې په وینا د دوی د ادعاوو برعکس په وروستیو میاشتو کې د پرله پسې چاودنو راپورونه ورکول کېږي، چې ځینو یې په جوماتونو کې د لمانځه پرمهال خلک په ګڼه ګوڼه کې هم په نښه کړي دي.

ټرانس اتلانتیک د هرات د حملې په اړه د چارواکو له قوله ځینې تازه معلومات هم خپاره کړي دي.

ورځپاڼې د هرات د امنیه قوماندانۍ د ویاند محمود رسولي له قوله لیکلي چې نوموړی وايي د ګذرګاه جومات چاودنه هغه مهال وشوه چې مولوي انصاري او د هغه یو شمېر ګارډان جومات ته ننوتل.

ښاغلي رسولي ویلي دي چې یوه ځان وژونکي بریدکوونکي په داسې حال کې خپل بمونه والوځول چې د مولوي انصاري لاسونه یې ښکلول.

ورځپاڼه د ملګروملتونو د هغه وروستي راپور یادونه هم کوي چې ویلي یې دي په افغانستان کې د وروستیو حملو د تکرار له پلوه اندېښنه لري.

د هرات د بم چاودنې  مسوولیت داعش ترهګرې ډلې  منلی.

()

د بریتانیا چاپ ډيلي سټار آنلاین خپرونې هم په یو مطلب کې د مولوي انصاري د وژل کېدو مسئلې ته کتنه کړې.

خپرونې مولوي انصاري د طالبانو سرسخته پلوي او ویناوال بللی دی.

ډیلي سټار په تېره جون میاشت کې د طالبانو په پلوي د دیني عالمانو او قومي مخورو په یوه لویه غونډه کې د مولوي انصاري د وینا یادونه کړې.

مولوي انصاري په خپله دې وینا کې ویلي و، د هغو کسانو چې له طالبانو سره مخالفت کوي سرونه باید غوڅ شي.

داعش ترهګرې ډلې  پر مولوي انصاري د برید مسوولیت پرغاړه اخیستی او ډیلي سټار د ملګروملتونو د هغو اندېښنو یادونه کړې چې په افغانستان کې د داعش د حملو د زیاتېدو په اړه یې څرګندې کړې دي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو  ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله نور د خدای په امان .